Language

د شمال زون کروندګرو له حکومته خپلو حاصلاتو ته بازار وغوښت

مزارشريف (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د شمال زون کروندګر وايي چې د کرنيزو توکو د ساتنې لپاره د سړو خونو او د پلور لپاره يې د بازار له نشتوالي سره مخ دي.

دغه څرګندونې د وري په ۶مه د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د کروندګر د جشن په ترڅ کې بېلابېلو کروندګرو پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په ياد جشن کې چې د مزارشريف ښار سوېل لور ته په جوړ شوي ځانګړي ځای کې کرنيز او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شول.

د فارياب اوسېدونکي جمال الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خپل ولايت کې د وچو مېوو کاروبار کوي؛ خو د بازار د نه شتون له امله يې چارې ټکنۍ دي.

نوموړي زياته کړه چې ياد جشن ته يې قورت، مميز، ګنجت او ورته نورې کرنيز توکي د بازار موندنې په موخه نندارې ته وړاندې کړي دي.

د هغه په وينا، که څه هم ورته جشنونه د سوداګرو او کروندګرو تر منخ د اړيکو د پيدايښت له ټولو ښه وسيله ده؛ خو دولت بايد له کروندګرو سره د بازار په موندنه کې مرسته وکړي.

د بلخ کروندګر موسی خان بيا د کرنيزو توکو د ساتنې لپاره د سړو خونو له نشتوالي سر وټکاوه.

نوموړي زياته کړه چې سږ کال يې په اته جريبه ځمکه کې ګازرې کرلې وې، چې د بازار موندنې په برخه کې يې له ستونزو سره مخ شوو.

د هغه په وينا، د يادو ګازرو د ساتنې لپاره د سړو خونو پر پيدا کېدو هم ونه توانېد.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست مرستيال اسدالله د کروندګرو شته ستونزې پر ځای وبللې؛ خو زياته يې کړه چې د دولت تر څنګ بايد کروندګر هم د خپلو کرنيزو حاصلاتو او نورو چارو د سمون لپاره لاس په کار شي.

نوموړي پژواک ته وويل چې په بلخ ولايت کې د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزو تر ټولو جدي ده، چې دوی ورباندې کار کوي چې بايد زر حل شي.

د هغه په وينا، د کرنيزو توکو لپاره د بازار موندنې ستونزه د توکو کيفيت پورې تړلې مسئله ده، چې د کرنيزو حاصلاتو کيفيت تر ډېره په کروندګرو پورې اړوند مسئله ده.

اسدالله وويل چې دولت وخت پر وخت په نمونوي توګه له کروندګرو سره د حاصلاتو د کيفيت د لوړوالي په برخه کې کار کوي.

نوموړي زياته کړه چې په روان کال کې يې ۵۰۰ ميتريک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي چې بايد کروندګر له همدې مخې د سمو کرنيزو چارو لپاره لاره جوړه کړي.

 

Related Topics