Language

غزني کې ١٢ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د نصرت په نوم د روانو عملياتو په لړ کې تېره شپه د غزني د مرکز اړوند په قره باغي او د اندړو په ګبرو سيمو کې اووه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دغه عمليات له تېرو څلورو ورځو راهيسې په غزني کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا پيل شوي دي.

چارواکي وايي چې په ځينو سيمو کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي چې تېره شپه دوه بجې افغان ځواکونو د غزني د مرکز اړوند په قره باغي او د اندړو په ګبرو سيمه کې د طالبانو پر ضد عمليات وکړل چې اووه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان  دي.

سلطان وايي، افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى. د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دغو عملياتو کې له ١٥ ډېرو ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو چارواکي دا نه مني.

طالبانو د امنيتي ځواکونو د وروستۍ ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياندذبيح الله مجاهد تېره ورځ پژواک ته ويلي و چې د نصرت په عملياتو کې د دوى يواځې درې وسله وال ټپيان شوي ، خو ملکي کسانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته د غزني د ده يک ولسوالۍ په علي کلا سيمه کې پر يوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله درې ماشومان ووژل شول او پنځه ماشومان، يوه مېرمن او يو نارينه ټپيان شول.

د دې تر څنګ تېره ورځ په اندړو ولسوالۍ کې هم يو ٧٠ کلن سړى د ملي اردو له خوا د طالبانو د قوماندان په تور ووژل شو او درې نور ټپيان شول.