غزني ښار (پژواک ۸ وری ۹۴): د غزني د ولايتي شورا مرستيال او د اندړو ولسوالۍ ځينې قومي مشران وايي، په دې ولايت کې د ملي اردو قوماندان د ملکي وګړو په وژلو کې لاس لري، خو قوماندان دا ادعا ردوي.
په دې وروستيو کې په اندړو او دهيک ولسواليو کې د ملي اردو ځواکونو له خوا عمليات پيل شوي دي. د ځايي چارواکو په وينا، د نصرت په نامه پيل شويو دې عملياتو کې تر اوسه پورې تر ٦٠ زيات وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د يادو ولسواليو اوسېدونکي ادعا کوي، ډېرى کسانو ته چې مرګ ژوبله اوښتې ده، هغوى ملکي وګړي دي.
د اندړو ولسوالۍ لسګونه قومي مشران او مخور د وري په ٨مه، د ولايت مقام ته په شکايت راغلي وو، چې د ملي اردو ځواکونو له لوري په يادو عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع وايي، په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان غلام حيدر نېکپی، په دې ولايت کې قومي چلندونه کوي او له دې سره غواړي ملکي وګړي ووژني.
هغه زياته کړه: ((يو وخت روسانو په اندړو ولسوالۍ کې داسې عمليات کړي وو، لکه چې نن ورځ يې د ملي اردو ځواکونه کوي.))
د جامع په خبره، بهرنيو ځواکونو په تېرو ١٣ کلونو کې دومره ظلمونه نه کړي، څومره چې اوس د نيکپى په قومانده کې دولتي ځواکونه کوي.
نوموړي د غزني له چارواکو وغوښتل، چې ياد عمليات ودروي او د درېيمې پلې لوا قوماندان دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
د ولايتي شورا مرستيال وايي، تر هغه به خپلې دندې ته ولاړ نه شي، ترڅو په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بدل شوى نه وي.
د اندړو ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي الله نور وايي، د ملي اردو ځواکونه په سيمه کې عام خلک ځوروي، وهي او د طالب په تور باندې يې وژني.
هغه ادعا وکړه، چې تر اوسه په دې عملياتو کې تر ٤٠ پورې ملکي وګړي وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
حاجي الله نور ګواښ وکړ، که چېرې ياد عمليات ونه درول شي، نو دوى به د دولت پر وړاندې راپورته شي.
د اندړو ولسوالۍ يو بل قومي مشر حاجي عبدالاحد وايي، د درېيمې لوا قوماندان قومي تعصب کوي او خپل ځواکونه دې ته هڅوي، چې د نورو قومونو وګړي ووژني.
هغه هم په اندړو ولسوالۍ کې د روانو عملياتو د درولو غوښتنه وکړه.
د غزني سرپرست والي موسی خان اکبرزاده وايي، دوی به دغه ستونزه له نږدې وڅېړي، ترڅو معلومه شي چې اصلي ستونزه چېرته ده.
نوموړي، راغلو قومي مشرانو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې دی په خپله دهيک ولسوالۍ ته تللی و او هلته يې له خلکو سره نږدې ليدلي دي.
ده زياته کړه: ((دا ټولو ته معلومه ده، چې په جنګ کې ستونزې وي، خلک ورسره هم په تکليف کې وي؛ موږ به د ملي اردو ځواکونو ته سپارښتنه وکړو، چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.))
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان غلام حيدر نېکپی، پژواک سره په لنډو خبرو کې د ملکي تلفاتو په اړه د يادو خلکو ادعاوې رد کړې.
هغه زياته کړه: ((موږ داسې ځای عمليات نه کوو، چې هلته دې ملکې خلکوته زيان واوړي.))
نېکپى د قومي تعصباتو ادعا هم رد کړه او ويې ويل، چې د ولايتي شورا د مرستيال څرګندونې حقيقت نه لري.