Language

له وسله والو سره په نښتو کې اته پوليس ټپيان شوي

تالقان- کلات (پژواک، ٨ ورى ٩٤): د تخار او زابل ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې اته پوليس ژوبل شوي دي.

د زابل په مرکز کلات ښار کې د مرکزي روغتون يوې سرچينې د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شپږ ټپي پوليس ور وړل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې يو پوليس په کلات ښار کې د يوې چاودنې له امله ټپي شوى او پنځه نور په شهر صفا ولسوالۍ کې چاودنې ټپيان کړي دي.

د روغتون د سرچينې د معلوماتو له مخې چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

بلخوا د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره شپه نامعلومو وسله والو د دشت کلا ولسوالۍ بازار ته څېرمه د امنيتي پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی چې په پايله کې يې دوه پوليس ژوبل شوي دي.

د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تېمور پژواک ته وويل چې وسله والو له يادې  پوستې پنځه ميله وسلې هم وړې دي.

تيمور وايي چې ژوبل پوليس د کندوز ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوی دى.

خو د طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې يې د پوليسو پر پوسته بريد کړى چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او د پوستې ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.

د ده په خبره، طالبانو په پوسته کې څلور ميله کلاشينکوفونه او ګڼ نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.