Language

د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

کابل (پژواک ٩ ورى ٩٤): د جاپان هېواد له لوري د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي نوې ودانۍ، د ٨ ميليون ډالرو په ارزښت جوړه او ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.

د کابل پوهنتون مشر دوکتور حبيب الله نن (٩ ورى) د يادې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې رسنيو ته وويل چې دغه ودانۍ د جاپان هېواد د ٨،٢ ميليون ډالرو بلاعوضه مرستې پر مټ جوړه شوې ده.

هغه څرګنده کړه، چې دغه ودانۍ په څلورو پوړونو کې د عصري سيسټم په درلودو سره په اساسي او پاخه ډول جوړه شوې او په يوه درسي وخت کې د ١١٠٠ محصلينو د ځاى کېدو وړتيا لري.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عثمان بابري، د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د جاپان هېواد له مرستو د مننې ترڅنګ وويل، چې د يادې ودانۍ موجوديت په کابل پوهنتون کې يوه سخته اړتيا وه، ځکه له دې وړاندې د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلين له سختو ستونزو سره مخ وو، خو د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به يې تر يوې اندازې پورې شته ستونزې حل شي.

نوموړي زياته کړه، چې جاپان هېواد په تېرو ١٤ کلونو کې د انجنيرۍ، ساينس، کرنې او کيميا پوهنځيو سره ډېرې مرستې کړې او د لوړو زده کړو لپار يې ياد هېواد ته د دغو پوهنځيو د محصلينو د ورتلو لپاره زمينه برابره کړې ده.

بابري هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې د ياد هېواد مرستې دوام وکړي.

د جاپان سفارت لومړي سکرتر اکيفومى فکوکا (Akfumi Fukuoka) په دغه ناسته کې وويل، چې دغه ودانۍ د کابل پوهنتون په انګړ کې د جاپان هېواد په بلاعوضو مرسته جوړه شوې ده.

هغه څرګنده کړه، چې هېواد يې په تېرو کلونو کې له افغانستان د لوړو زده کړو په برخه کې ډېرې مرستې کړې او ژمنه يې وکړه چې په راتلونکي کې به دغو مرستو ته  دوام ورکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.