مزارشريف- کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لاريون کوونکو له دولته د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په تګلاره کې د جدي بدلون غوښتنه وکړه.
په مزارشريف ښار کې د وري په ٩مه د فرخندې د وژنې په غبرګون د بلخ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د محصلينو په همغږۍ لاريون ترسره شو چې د دغه ولايت د مدني ټولنو غړو او زيات شمېر فرهنګيانو هم ونډه په کې اخيستې وه.
ياد لاريون چې د بلخ له ملي راډيو ټلوېزيون څخه پيل شو، تر ولايتي شورا پورې ورسېد، چې يواځې ليکلي شعارونه ورسره و؛ خو کوم غږيز شعار يې ورنه کړ.
پرته له دې چې په لاريون کې کوم شعار ورکړل شي، يواځې د شپږ ماده ييز پرېکړه ليک په اورولو پای ته ورسېد.
په ياد پرېکړليک کې چې د لاريون د يوه سمبالوونکي رحمت الله توکلي له لوري رسنيو ته واورل شو، له دولته د ارشاد، حج و اقاف وزارت په تګلاره کې د جدي بدلون غوښتنه وشوه.
له دولت څخه غوښتل شوي وو چې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت بايد د منبرونو، جوماتونو او تکيه خانو پر وړاندې له ځانګړې تګلارې کار واخلي.
همداراز په پرېکړه ليک کې يادونه شوې وه چې په يادو ځايونو کې بايد د افراطيت د پرمختګ مخه ونيول شي.
دغه راز له دولت څخه د امنيتي برخې پر لا سمون هم ټينګار شوی و چې د فرخندې د وژنې او په فراه کې د ۳۱ کسانو د برمته کېدو په څېر پېښو مخنيوی په سمه توګه وکړای شي.
همداراز په پرېکړه ليک کې د فرخندې او د کابل- کندهار پر لويه لاره د ۱۳ کسانو د وژونکو لپاره د اساسي قانون په رڼا کې د جزا غوښتنه شوې وه او د ۳۱ تښتول شوو افغانانو په بېرته راخلاصولو ټينګار شوی و.
په کابل کې د فرخندې د وژنې له پېښې وروسته په مزارشريف کې دا شپږم ځل دی چې د مدني ټولنو له خوا د يادې پېښې په غبرګون کې لاريونونه او ناستې ترسره کېږي.
د يو بل خبر له مخې، په کابل کې د نوي فکر ټولنې له خوا د دوى په مرکزي دفتر کې د فرخندې فاتحه واخيستل شوه او دقران کريم ختم وشو.
د يادې ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې چې شاوخوا سل کسانو ګډون کړی و، د فرخندې روح ته دعا وشوه، د هغې کورنۍ او د افغانستان خلکو ته يې تسليت ووايه.
سرچينه زياتوي، ”نوی فکر” د جرم له ثبوت پرته د افغان مېرمنې فرخندې قتل او صحرايي محاکمه په کلکو ټکو غندي او دا جنايت د افغان، مسلمان او سرلوړي ملت پر حيثيت او وقار باندې بېرحمانه ګوزار بولي.
دوى له امنيتي ارګانونو په کلکه غوښتنه کړې چې د مېرمن فرخندې قاتلين د عدالت منګولو ته وسپاري او هغه امنيتي منسوبين چې د دې کرغېړن جنايت په مخنيوي کې يې غفلت کړی دی، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.