ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې دې د پانګونې پر وړاندې د ستونزو مخنيوى وشي”

په کندهار کې دې د پانګونې پر وړاندې د ستونزو مخنيوى وشي”

author avatar
29 Mar 2015 - 17:13
په کندهار کې دې د پانګونې پر وړاندې د ستونزو مخنيوى وشي”
author avatar
29 Mar 2015 - 17:13

کندهار (پژواک، ٩ ورى ٩٤): کندهار مېشتو سوداګرو له حکومته وغوښتل چې د هغو کسانو د منفي رقابتونو او فعاليتونو مخنيوى وکړي چې په دغه ولايت کې د پانګوالو د قانوني پانګونې پر وړاندې ستونزې جوړوي.

دغه څرګندونې د وري په ٩مه د سوداګرۍ خونې د غونډو په تالار کې په جوړه شوې غونډه کې وشوې چې د کندهار سلګونو سوداګرو په کې ګډون کړى و.

په پيل کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصرالله زهير خبرې وکړې او ويې ويل چې پانګوال دې په دغه ولايت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، تر څو بې روزګاره خلکو ته کار وموندل شي.

هغه زياته کړه، د هېواد په اوسنيو حساسو شرايطو کې د بېکارۍ کچه ډېره لوړه شوې او په کندهار کې زرګونه کارګر هره ورځ د کار په تمه سبا کوي، خو کار نه شي موندلاى.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې سوداګرو ته د پانګونې په برخه کې اسانتياوې جوړې کړي او ګمرکي تعرفه ټيټه کړي، تر څو بيې ټيټې شي او خلکو ته ګټه ورسېږي.

زهير له پانګوالو مننه وکړه چې په کندهار ښار کې يې د صرافۍ او تازه مېوې د کاروبار لپاره د نړۍ پر معيار لوى مارکېټونه جوړ کړي او زرګونو خلکو ته يې د کار او روزګار زمينه برابره کړې ده.

هغه يادونه وکړه چې يو شمېر مغرض اشخاص د ټولنيزو ګټو پر ځاى د خپلو فردي ګټو په اړه فکر کوي او د دغه راز قانوني پانګونو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

د نوموړي اشاره د کندهار ښار په شوراندام سيمه کې د تازه مېوې هغه لوى مارکېټ ته و چې د مومند ګروپ له خوا پر ٥٠ جريبه ځمکه د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت ودان شوى، چې د هېواد په کچه تر ټولو لوى او مجهز مارکېټ ګڼل کېږي.

په دغه مارکېټ کې له نړيوال معيار سره سم ٧٥٠ دوکانونه جوړ شوي چې هر دوکان د پخلنځي، تشناب، سولر او د اړيکو ساتلو لپاره په انټرنل ټيلېفون سيستم سمبال دي.

يو شمېر کسان چې ويل کېږي د خپلو شخصي ګټو په خاطر نه غواړي دغه مارکېټ ته انتقال شي، په کندهار او کابل کې لاريونونه کوي او پانګوالو ته ستونزې جوړوي.

زهير له اړوندو دولتي چارواکو وغوښتل چې دغه راز کسان وپېژني او پرې نه ږدي چې په دغه ولايت کې د پانګونې بهير له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي وويل، هغه پانګوال چې دلته يې ميليونونه ډالر پانګونه کړې او په زرګونو خلکو ته يې کار زمينه برابره کړې، د دې پر ځاى چې نورې پانګونې ته وهڅول شي، پر وړاندې يې ستونزې جوړېږي.

د کندهار يو بل سوداګر او د هوتک تجارتي شرکت مشر ولي هوتک وويل چې پانګوالو او سوداګرو په دغه ولايت کې لوى خطرونه پر ځان منلي او خپلې پانګې يې همدلته لګولې دي.

نوموړي له خلکو او سوداګرو وغوښتل چې د خپلو ناسمو سياليو له لارې دې پانګوالو ته ستونزې نه جوړوي.

د څارنوال محمد عيسى خان په نوم يو قومي مشر بيا د سوداګرو تر منځ پر يووالي ټينګار وکړ او له هغوى يې وغوښتل چې په خپلو منځونو کې دې سالمه سيالي وکړي.

د کندهار د اقتصاد رييس محمدرحيم رحيمي له سوداګرو مننه وکړه چې په روانو حساسو شرايطو کې يې دلته پانګونه کړې، خو ټينګار يې وکړ چې پانګوال بايد په خپلو سوداګريزو چارو کې نوښت وکړي، نه دا چې له يو او بل څخه په تقليد په ورته برخو کې پانګونه وکړي او په دې توګه ځانونو ته زيان ورسوي.

هغه ژمنه وکړه چې د سوداګرو ستونزې به تر مرکزي ادارې رسوي او د ستونزو د هواري لپاره به هڅې کوي.

د غونډې په پاى کې د کندهار د سوداګرۍ خونې او سوداګرو له خوا يو پرېکړه ليک هم صادر شو چې په کې له حکومته سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتياوو برابرولو غوښتنه شوې وه.

په پرېکړه ليک کې راغلي و چې سوداګر په کندهار کې د قانوني پانګونې ملاتړ کوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې پر وړاندې يې ستونزې جوړې کړي.

دغه راز په دې برخه کې له حکومت او ولسي جرګې هم غوښتنه شوې وه چې د هغو اشخاصو څرګندونو ته دې ارزښت نه ورکوي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د پانګونې پر وړاندې خنډ ګرځي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.