Language

کابل کې ځانمرګي بريد ٣ تنه ووژل او د ولسي جرګې د يوه غړي په ګډون ٨ تنه ټپيان کړل

درېيم تعقيب – کابل (پژواک ٩ ورى ٩٤): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په اتمې امنيتي حوزې کې د شوي ځانمرګي بريد له امله درې تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د غړي ګل پاچا مجيدي په ګډون ٨ تنه ټپيان دي.

د ياد وزارت وياند غلام صديق صديقي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن ماښام شاوخوا شپږنيمې بجې د شاه شهيد په سيمه کې د ځاځيو ځوانانو د شورا دفتر ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، دغه بريد هغه مهال رامنځ ته شوى، کله چې په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازى ګل پاچا مجيدي ياد دفتر ته روان وو او د بريد موخه هم، همدى و.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې درې عام وګړي وژل شوي او د مجيدي په ګډون اته تنه نور ټپيان دي.

نوموړي د ولسي جرګې د ياد غړي په اړه وويل، چې نوموړى برسېرن ټپي شوى او اوسمهال يې روغتيايي حالت ښه دى.

د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ شمېرې عمومي رييس مل پاسوال همايون عيني بيا پژواک ته وويل، چې د بريد پرمهال د سيمې خلک له يوه جومات څخه د ماښام له لمانځه وروسته د راوتلو په حال کې وو.

د کابل د روغتونونو مشر عبدالکبير اميري وايي، له يادې پېښې څخه د کابل د وزير اکبرخان روغتون ته دوه مړي او شپږ ټپيان لېږدول شوي دي.

ده پژواک ته وويل، په مړو شويو کسانو کې يو ډاکټر او بل ماشوم شامل دي؛ دغه راز په ټپيانو کې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي ذبيح الله احساس پژواک ته وويل، چې تر پېښې وروسته، سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

د ياد بريد مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.