Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کجکي او کندهار تر منځ د برېښنا پرې شوي مزي ورغول شول

کندهار (پژواک ١٠ ورى ٩٤): د هلمند له کجکي بند څخه لښکرګاه او کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي، چې يوه نيمه مياشت وړاندې پرې شوي وو، نن د وري په لسمه ورغول شول.

د کجکي او کندهار تر منځ د برېښنا مزي د سلواغې په ٢٥مه د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې، هغه مهال پرې شول چې د وسله والو مخالفينو پر ضد پراخ عمليات پيل شول، چې له امله يې د کندهار تر څنګ لښکرګاه ته هم د برېښنا جريان پرې شو.

د کندهار د برېښنا شرکت تجارتي مرستيال امان الله ايوب فاروقي، چې د لينونو د رغولو په موخه سنګين ولسوالۍ ته تللى، پژواک خبري اژانس ته وويل، د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ د جګړې له امله د سنګين په شکر شېله سيمه کې د لس کيلومتره په واټن، نه يواځې د برېښنا مزي پرې شوي وو، بلکې د برېښنا ١٢ پايې هم ويجاړې شوې وې.

هغه زياته کړه، د برېښنا شرکت چارواکو له هماغه وخته، په داسې حال کې د برېښنا د پرې شوو مزو د جوړولو هڅې کولې، چې هم جګړه روانه وه او هم ځمکه له ماينونو ډکه وه.

دى وايي، يو ځل د کب په ٢٣مه د برېښنا مزي ورغول شول، خو له دوو ساعتونو وروسته بېرته پرې شول، ځکه هغه مهال د سنګين ولسوالۍ په ساروان کلا کې هم تازه عمليات پيل شول، چې له امله يې هلته هم د برېښنا مزي پرې شول.

فاروقي وويل، د هغوى د پر له پسې هڅو په پايله کې، همدا نن د وري په ١٠مه، يو ځل بيا د برېښنا پرې شوي مزي ورغول شول او په دې توګه کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا درېدلى جريان بيا فعال شو.

د ده په خبره، د کجکي بند له ٣٣ مېګاواټه برېښنا څخه، ٥ مېګاواټه لښکرګاه او ١٠ مېګاواټه کندهار ښار ته ورکول کېږي.

تر دې وړاندې، کندهار ته له دوو سرچينو برېښنا ورکول کېده، چې ١٥ مېګاواټه يې د باغ پُل، برېښناکوټ او ښوراندام سيمو له ډېزلي جنراتورونو او له ١٠ څخه تر ١٢ مېګاواټه يې د هلمند له کجکي بند څخه وه، خو د تېلو د نشتوالي او نورو ستونزو له امله د جنراتورونو ١٥ مېګاواټه برېښنا ٥ مېګاواټه ته راټيټه شوې، چې اوس يواځې صنعتي پارک ته ورکول کېږي.

د کندهار ښار اوسېدونکي، که څه هم له يوې نيمې مياشتني ځنډ وروسته د برېښنا د مزو په جوړېدو خوښ دي، خو وايي، د دوبي راتلونکي موسم ته اندېښمن دي.

د کندهار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي نصرالله پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولايت کې له ١٥٠ څخه تر ٢٠٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا ده؛ په داسې حال کې چې اوس کندهار يواځې ١٠ مېګاواټه برېښنا لري او هغه هم د جګړو او نورو ستونزو له امله په مياشت کې تر سل ځله ډېره پرې کېږي.

هغه زياته کړه، خلک راتلونکي ګرم دوبي ته اندېښمن دي، ځکه د کندهار ګرمي ډېره سوځوونکې او تونده وي، چې له برېښنا پرته په کې ژوند ډېر ګران دى.

نوموړي له مرکزي ادارې وغوښتل، چې د کندهار د برېښنا غم وخوري او د خلکو دا کړاو نور پاى ته ورسوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.