مزارشريف (پژواک، ١٠ ورى ٩٤): د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې په مزارشريف ښار کې د بهرنيو چارو وزارت يو کارکوونکى عزيز غني د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى.
د چارواکو په وينا، غني د بلخ د والي له نږدو خپلوانو وو.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ سرپرست عبدالرزاق قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې عزيز غني چې د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو رياست کارکوونکى و، تېر ماښام د مزارشريف ښار د اوومې ناحيې اړوند د متحد ښارګوټي په سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.
د هغه په وينا، ۲۷ کلن عزيز غني چې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور له نږدې خپلوانو هم و، په خپل موټر کې له سيمې د تېرېدو په حال کې و چې ناپېژندو وسله والو پرې ډزې وکړې.
قادري وويل چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم امنيتي چارواکو څېړنې پيل کړې؛ خو لا يې د نوموړي د وژلو انګېزه نه ده معلومه او نه يې هم په تړاو څوک نيول شوي دي.
د يادونې ده، دوه ورځې وړاندې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د دغه ولايت د ولايتي شورا د پخواني وکيل محمد خان ورور هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی و.