Language

چارواکي: د پکتيکا ملکي روغتون دې ٢٠٠ بستريز شي

ښرنه (پژواک، ١٠ ورى ٩٤): د پکتيکا د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې نفوسو او د ناروغانو شمېر ته په کتو اړتيا ده چې د دغه ولايت د ملکي روغتون بسترونه ډېر  او خدمتونه پراخ شي.

د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه په نشت حساب دي.

د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل پژواک خبري اژانس ته وويل، ولايتي روغتون ٦٠ بستره لري چې په هيڅ ډول د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

هغه د عامې روغتيا وزارت له چارواکو وغوښتل چې د دغه روغتون بسترونه ٢٠٠ ته لوړ کړي.

ولي ګل وويل چې د ښرنې له ملکي روغتونه د پکتيکا پر خلکو سربېره د غزني ناروغان هم مراجعه کوي.

ده زياته کړه: “د ښرنې ٦٠ بستريز ملکي روغتون د يوې ولسوالۍ لپاره هم بسنه نه کوي. کله چې دا شفاخانه ٢٠٠ بستريز روغتون ته ارتقا وکړي او تشکيل يې زيات شي، له دې سره به د خلکو درملنه په ښه ډول وشي.”

د ګل ولي د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پکتيکا کې ٣٥ دولتي روغتيايي کلنيکونه فعال دي.

د ښرنې تر څنګ په خيرکوټ او ارګون ولسواليو کې هم روغتونونه شته.

بلخوا د پکتيکا د مدني ټولنې د همغږۍ دفتر مشر يعقوب خان منظور هم پر حکومت نيوکه کوي چې په تېرو کلونو کې يې دغه ولايت ته پاملرنه ونه کړه.

منظور وويل چې، په ټوله پکتيکا کې په روغتيايي مرکزونو کې د سترګو، ستوني، اور توپيدې او دې ته ورته نورې څانګې غير فعالې دي او ناروغان د درملنې لپاره ګاونډيو ولايتونو او يا هم پاکستان ته ځي.

منظور د عامي روغتيا له وزارته وغوښتل چې د دغه ولايت روغتونونو ته نوې ودانۍ جوړې کړي او د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړ کړي.

د ښرنې د ملکي روغتون د روغتيايي شورا مشر حاجي سيدالله پژواک ته وويل چې د ښرنې روغتون د بسترونو د ډېرېدو ډېره اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه: “اوسمهال د ښرنې له ملکي روغتونه نظامي او ملکي دواړو برخو کې استفاده کېږي. که کومه امنيتي پېښه رامنځته کېږي، نو د نورو ناروغاتو درملنه ډېره ګرانه وي؛ ځکه چې دلته نظامي شفاخانه نشته، عسکر هم دلته تداوي کېږي.”

د ښرنې د مرکزي روغتون مشر ډاکتر چنار له پژواک سره په خبرو کې وويل چې ٢٠٠ بستريز ته د دغه روغتون د ارتقا لپاره يې ټول معيارونه پوره کړي دي.

چنار زياته کړه: “د پکتيا نفوس يو ميليون ته رسېږي، په ولسواليو کې هم مجهز کلينيک نه لرو چې پر وخت د ناروغانو درملنه وکړي، ټول بيروبار دلته په مرکزي روغتون کې وي. نو نفوس ته په کتو په اوسنيو امکاناتو د ناروغانو تداوي ته رسېدنه نه شو کولى.”

محمد زمان چې له يوه ناروغ سره د ښرنې روغتون ته راغلى و، پژواک ته وويل چې د ناروغانو د شمېر د ډېروالي له امله په ساعتونو انتظار وباسي تر څو نوبت ور ورسېږي.

د يادونې ده. په په ټوله پکتيکا کې د ښځينه ناروغانو د درملنې لپاره يواځې يوه ښځينه ډاکتره شته.

Related Topics