Language

خلکو د مزار- دره صوف لارې د امنيت غوښتنه وکړه

مزارشريف (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، که دولت د مزارشريف- دره صوف د لويې لارې امنيت ونه نيسي، نو ډېر ژر به دا لاره وتړل شي.

د يادې ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو د وري په ۱۲مه د بلخ ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو او  پر دولت يې د يادې لارې د امنيت نه ساتنې تور لګاوو.

دره صوف د سمنګان اړوند ولسوالۍ ده چې د بلخ د شولګرې او کشندې ولسواليو په اوږدو کې له مزارشريف ښار سره د اوږدې لارې په وسيله نښلي؛ د همدې لارې په اوږدو کې درې ورځې وړاندې د ډبرو سکرو د يوه شرکت درې کارکوونکي وتښتول شول چې يو په کې انجينر دی.

د بلخ ولايت مقام مخې ته له اعتراض کوونکو د دره صوف اوسېدونکي احمدعلي تمسکي چې د بلخ د ولايتي شورا پخوانی غړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت بايد د مزارشريف- دره صوف لارې امنيت ټينګ کړي.

نوموړي زياته کړه، دغه لاره چې د سمنګان د دره صوف، د بلخ د کشندې او شولګر ولسواليو اوسېدونکي پرې تګ راتګ کوي، ټوله ناامنه ده.

د هغه په وينا، د يادې لارې په اوږدو کې وژنې کېږي، غلاوې کېږي، عام خلک تښتول کېږي، چې په هېڅ ډول د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.

تمسکي وويل، که چېرې دولت د يادې لارې د امنيت په برخه کې جدي ګامونه وانه خلي، نو لرې نه ده چې خلک پرې تګ راتګ بند کړي او وتړل شي.

نوموړي زياته کړه: ((نن موږ د همدې لارې د امنيت ساتلو په موخه د بلخ ولايت مقام مخې ته ټول شوي يو چې خپل غږ د ولايت مقام ته ورسوو.))

احمدعلي تمسکي له همدې لارې درې ورځې وړاندې د دريو تښتول شوو کسانو په اړه وويل، چې ياد کسان په دره صوف کې د ډبرو سکرو د يوه شرکت کارکوونکي دي.

ده زياته کړه، پر دې نه پوهېږي چې د افغانستان له کوم قوم سره يې تړاو درلود؛ خو له دې خبر دي چې د بېرته خلاصون لپاره يې د تښتول شوو کسانو له کورنيو د پيسو غوښتنه شوې ده.

هغه د همدې لارې د امنيتي مسوولينو په اړه وويل، که چېرې د لارې په امنيت ساتلو باندې يې وس بر نه وي، نو لوړپوړو دولتي چارواکو ته دې د خپلې بېوسۍ ووايي او که نه نو د عام ولس پر وړاندې، دوی د دره صوف- مزار د لويې لارې په ناامنۍ کې شريک دي.

د ولايت مقام مخې ته د دره صوف او مزارشريف د لويې لارې د ناامنۍ پر وړاندې له راټول شوو کسانو پخواني جهادي قوماندان محمدنسيم پژواک ته وويل چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې دغه لاره ناامنه ده خو دولت يې په اړه هېڅ ګام نه دى پورته کړى.

نوموړي زياته کړه: ((د همدې لارې په اوږدو کې موټرو ته اور اچول شوی، لسګونه کسان وژل شوي، ټپيان شوي، تر دې چې جنسي تېري هم په کې شوي.))

د هغه په خبره، د همدې لارې په اوږدو کې درې موټر سوځول شوي او همدا نن شپه په پنځو موټرو باندې ډزې شوې دي.

نسيم زياته کړه: ((د بلخ والي عطامحمد خان نور، د ملي وحدت د حکومت د اجرائيوي رييس معاون محمدمحقق او د ولسمشر غني معاون جنرال دوستم ته د انقلاب او جنګونو پر مهال د دره صوف خلکو پناه ورکړې، ډوډۍ يې ورکړې، لاسونه يې ورته ايښي او دوی پرې قدمونه اخيستي، خو نتيجه يې دا ده چې له تېرو ديارلسو کلونو وژل کېږي او موټر مو د لويې لارې پر سر سوځول کېږي.))

د هغه په وينا، څو ځلې يې د خپلو ستونزو په اړه سيمه ييزو دولتي مقاماتو ته خپل غږ رسولی دى خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د دره صوف ولسوالۍ د اوسېدونکي د ستونزو د پخلي تر څنګ زياته کړه، مخکې له دې چې دغه خلک د بلخ ولايت تر مقام پورې راشي، تېره ورځ د دره صوف-مزار د لويې د امنيت د ټينګښت په موخه عملي کار پيل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، پرون په همدې موخه امنيتي غونډه ترسره شوه چې بايد په نږدې موده کې د يادې لارې د ناامنۍ بنسټيز لاملونه په ډاګه او هوار شي.

د هغه په خبره، تېره شپه د شوو امنيتي هڅو په ترڅ کې د لار شکوونکو د يوه بانډ کس نيول شوى چې د عامه نظم د پوليسو جامې يې پر ځان وې.

فرهاد وويل، لا هم په ډاګه نه ده چې دغه کس رښتيا هم د عامه نظم پوليس دی او که له امنيتي جامو څخه يې ګټه پورته کړې ده.

د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې د دره صوف پر لاره له شوې پېښې سره سم د يادې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د يادې لارې په ناامنۍ کې د وسله والو مخالفينو کومې کړنې نه تر سترګو کېږي، بلکې د غلو او انسان تښتوونکو د فعاليتونو له امله ناامنه شوې چې ډېر ژر به امنه شي.

 

Related Topics