مزارشريف (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په لومړي ځل د ژورنالېزم په برخه کې د مستند جوړونې له ورکشاپه لسګونو خبريالانو سندونه ترلاسه کړل.
دغه ورکشاپ د شمال خبريالانو د ټولنې له خوا درې ورځې مخکې پيل شوی و چې نن د وري په ۱۲مه پای ته ورسېد.
د افغانستان د شمال خبريالانو د ټولنې مشر ګلاب شاه باور پژواک خبري اژانس ته وويل، د ياد ورکشاپ له لارې يې هڅه وکړه چې خبريالانو ته ژورنالېزم په برخه کې نوې زده کړه ورکړي.
نوموړي زياته کړه چې په مزارشريف ښار کې د ژورنالېزم اړوند د ځينو ټولنو له لارې د ژورنالېزم د خبري اړخونو په اړه بېلابېل ښوونيز ورکشاپونه جوړ شوي وو.
خو د هغه په وينا، دا لومړی ځل دی چې په دغه ښار کې د خبريالانو لپاره د مستند جوړونې په برخه کې ښوونيز ورکشاپ جوړ شوى و.
ګلاب شاه وويل چې په ياد ورکشاپ کې د مزارشريف ښار اتلسو فعالو خبريالانو په تېرو دريو ورځو کې د مستند جوړونې په اړه لومړنۍ اساسي روزنه وليده.
نوموړي زياته کړه چې دغه ورکشاپ د يو بهرني ټرېنر توماس له خوا پر مخ وړل کېده.
په مزار کې د سيمه ييزې راډيو مسوول وحيد اوريا چې په ياد ورکشاپ کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې له دې مخکې يې د مستند جوړونې په اړه په روزنيزو پروګرامونو کې برخه نه وه اخيستې.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو دريو ورځو کې يې د مستندو فلمونو جوړولو په اړه له تخنيکي زده کړو سربېره په علمی برخو کې هم ډېر څه زده کړل.
د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلې فرشتې وويل چې په ډېره مينه يې په ياد ورکشاپ کې برخه واخيسته.
نوموړې زياته کړه چې ډېری وخت په مزارشريف کې د ژورنالېزم په اړه د تکراري ښوونيزو ورکشاپونو شاهده وه خو ياد ورکشاپ ورته له نورو بېل ښکاره شو.
د هغې په وينا، که چېرې په ورته موضوع ګانو کې لا ډېر روزنيز ورکشاپونه ونيول شي نو د خبريالانو لپاره به خورا ګټور وي.
د افغانستان د شمال خبريالانو ټولنې مشر ګلاب شاه وويل چې دغه ټولنه له تېرو څلورو کلونو په مزارشريف ښار کې د شمال زون د خبريالانو د همغږۍ او د هغوی د وړتيا لوړاوي په برخه کې فعاليت کوي چې د مزارشريف ښار نږدې ۹۰ سلنه خبريالان په کې غړيتوب لري.
نوموړي زياته کړه چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د شمال زون په ځينو ولايتونو کې د خبريالانو د وړتيا اوچتولو په موخه د ژورنالېزم په برخه کې لسګونه روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن