Language

قومي مشرانو د تښتول شوو مسافرو په اړه د کوېټې له شورا سره خبرې کړې

غزني ښار (پژواک، ۱٢ وری ۹۴): د غزني د ولايتي شورا مرستيال وايي، په زابل کې د ٣١ تښتول شوو مسافرو د خلاصون لپاره قومي مشرانو څو ځلې د طالبانو له کوېټې شورا سره خبرې کړې دي خو هېڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.

دى زياتوي، دا خبرې يې د هغو وسله والو په غوښتنه کړې چې تښتول شوي کسان ورسره بنديان دي.

دغو وسله والو چې پخوا ويل کېدل په داعش ډلې پورې تړاو لري، د ١٣٩٣ لمريز کال د کب په څلورمه ياد مسافر د کابل-کندهار پر لويه لاره د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې له موټره ښکته کړل او نامعلوم لور ته يې بوتلل.

تر اوسه د يادو مسافرو د تښتونې مسووليت چا نه دى منلى.

د غزني د قومي مشرانو يوه ٢٥ کسيزه ډله د دغو کسانو د خلاصون لپاره د کب په ٢٣ مه زابل ته ولاړه، څو له تښتوونکو سره خبرې وکړي، خو له کومې لاسته راوړنې پرته بېرته راستانه شول.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع چې د دغه پلاوي مشري يې کوله، وايي چې دوى څو ځلې په داعش پورې له تړاو لرونکو وسله والو سره خبرې کړې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غزني قومي مشران څو ځلې د طالبانو د کوېټې شورا له غړو سره د خبرو په موخه کوېټې ته هم تللي دي.

نوموړي وويل، لا هم څرګنده نه ده چې د دغو مسافرو د خلاصون په بدل کې د هغوى غوښتنه څه ده.

د غزني يوه قومي مشر چې د دغه پلاوي غړى و، د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې په زابل کې د مسافرو تښتوونکي وسله وال هېڅ ډول واک نه لري.

دغه قومي مشر زياته کړه: “موږ ته يې وويل چې تاسو بايد د کوېټې له شورا سره خبرې وکړئ؛ هلته هم ولاړو، موږ چې کوېټې شورا ته ولاړو، هلته يې د خپلو ۱۲ تنو د ازادېدو غوښتنه کوله، چې بايد لومړی هغوى خوشي شي.”

دغه قومي مشر وايي، د کوېټې شورا د معلوماتو له مخې، ياد ١٢ کسان څه موده وړاندې په مزار شريف، کندوز او نورو ولايتونو کې د افغان دولت له لوري نيول شوي دي.

دی وايي، دغه وسله وال چيچيني او ازبک دي چې د وسله والو طالبانو ډلمشران وو.

سرچينې وويل، د کوېټې شورا د غزني قومي مشرانو ته ويلي چې بايد د هغوى غوښتنې ومنل شي، خو خپلې غوښتنې يې په څرګند ډول قومي مشرانو ته ونه ويلې.

بلخوا د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري بيا د مسافرو تښتول د پاکستان د پوځ او استخباراتو کار بولي.

د ده په باور، هغوى په دغه کار سره غواړي په افغانستان کې قومي اختلافونو ته لمن ووهي.

اکبري زياتوي: “دا کار د پاکستان استخباراتو کړى او له دې لارې غواړي د قومونو تر منځ شخړو ته لمن ووهي.”

دغه راز د غزني ولايت مرستيال محمدعلي احمدي بيا وايي چې د تښتولو شوو مسافرو د خلاصون لپاره له وسله والو سره خبرې نه دې شوې.

ده وويل: “دا چې ځينو کسانو د دغو کسانو د راخوشي کېدو او يا هم له وسله والو کسانو سره د خبرو راپورونه خپاره کړي، دا ټول غلط دي.”

د هغه په خبره، تر اوسه د تښتول شوو مسافرو د خلاصون لپاره د قومي مشرانو ټولو هڅو کومه پايله نه ده ورکړې.

نوموړي وويل، لا هم څرګنده نه ده چې دا مسافر د چا له خوا تښتول شوي او د خلاصون په بدل کې يې غوښتنه څه ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يو ځل بيا د يادو کسانو له تښتولو انکار وکړ او ويې ويل چې دوى په کې لاس نه لري.

هغه پژواک ته وويل چې د دوى ملګرو هم په سيمه کې د يادو کسانو د خوشي کولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

مجاهد دا خبره رد کړه چې ګواکې دوى په کوېټه کې کومه شورا لري.

که څه هم افغان امنيتي ځواکونو د هغوى د خوشي کولو په موخه د کب په ١٣مه د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې عمليات وکړل چې په لړ کې يې يو شمېر بهرني وسله وال ووژل شول، خو د تښتول شوو کسانو څرک ونه لګېد.

د غزني ځينو چارواکو او يو شمېر اوسېدونکو ويلي، د برمته شوو له ډلې يو شمېر يې د زابل له خاک افغان ولسوالۍ څخه د غزني ناوې، ګيلان او اب بند ولسواليو ته لېږدول شوي، خو لا هم موضوع ګونګه پاتې ده.

تښتول شوي کسان د غزني په هزاره قوم پورې اړوند دي.

Related Topics