Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“حکومت دې له کجکي ميوند ته د اوبو رسولو پلان عملي کړي”

“حکومت دې له کجکي ميوند ته د اوبو رسولو پلان عملي کړي”

author avatar
2 Apr 2015 - 14:31
“حکومت دې له کجکي ميوند ته د اوبو رسولو پلان عملي کړي”
author avatar
2 Apr 2015 - 14:31

کندهار (پژواک، ١٣ ورى ٩٤): د ميوند ولسوال وايي په دې وروستيو کې په دې ولسوالي کې د دولت د واک ساحه پراخه شوې او د پر له پسې عملياتو په پايله کې هغه سيمې له وسله والو مخالفينو نيول شوې چې تېر ديارلس کلونه د هغوى په ولکه کې وې.

د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې نه يوازې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخنيوى شوى، بلکې د نشه يي توکو قاچاق هم محدود شوى دى.

هغه زياته کړه، ښامير کلا، کشنو او بند تېمور د ميوند هغه پراخې سيمې وې، چې کلونه کلونه په کې نه يوازې وسله وال مخالفين فعال وو، بلکې د مخدره توکو د قاچاق مرکزونه هم وو.

دى وايي، په نيول شوو سيمو کې هغه لارې هم شاملې دي چې وسله والو مخالفينو پرې پاکستان ته تګ راتګ کاوه او دغه راز قاچاق کوونکو پرې د بهرامچې سيمې ته ترياک انتقالول.

نوموړي په دې لړ کې د ښامير کلا سيمه ياده کړه چې اوسېدونکو يې د يوه پراخ پاڅون له لارې خپلې سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې کړې او وروسته د سيمه ييزو پوليسو په تشکيل کې شامل شول او اوس يې خپل امنيت په خپله خوندي کړى دى.

حاجي عبيدالله  وايي چې  اوسمهال يواځې ګرماوک او د بند تېمور ځينې ساحې پاتې دي چې لا هم وسله وال مخالفين په کې فعال دي، خو د تصفيې لپاره يې له تېرو څو مياشتو راهيسې عمليات روان دي.

هغه زياته کړه، په دغو سيمو کې شته وسله وال مخالفين د عملياتو له وېرې د شپې له پلوه په رېګستانونو کې پناه اخلي، خو د ورځې بېرته راځي او تخريبي کړنې ترسره کوي.

نوموړي دا هم وويل چې ميوند ولسوالي د هلمند له سنګين ولسوالۍ د مالمون له سيمې سره ګډه پوله لري چې د هغه ځاى نا امني د دې ولسوالۍ پر امنيت اغېز لري؛ ځکه وسله والو ته يې زمينه برابره کړې چې ازاد تګ راتګ وکړي.

خو هغه خبر ورکړ چې د ميوند ولسوالۍ د بشپړې تصفيې لپاره پلانونه جوړ شوي او ګڼې هغه سيمې به هم له وسله والو پاکې شي چې دا مهال په کې فعاليت لري.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د هوا له ګرمېدو سره به نور وسله وال د دې جوګه نه وي چې امنيت له ګواښ سره مخ کړي، ځکه له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ډېره شوې او په دې تمه دي چې پيل شوي عمليات د هغوى سيمو ته وغځېږي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې ومنله چې په دې ولسوالۍ کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي، خو له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د اړولو په موخه کمپاين پيل شوى دى.

ولسوال وايي، سږ کال د ميوند ولسوالۍ په هغو سيمو کې د کوکنار اړولو کمپاين روان دى چې په تېر ديارلس کلونه په کې هېڅ کمپاين نه و شوى.

د ده په خبره، د ميوند اوسېدونکي له مجبورۍ کوکنار کري؛ ځکه په دې ولسوالۍ کې د اوبو سطحه ټيټه شوې او کروندګر يې له کلونو کلونو راهيسې د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره له اوبو بې برخې دي.

حاجي عبيدالله له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې دې د اوبو ستونزه حل کړي؛ ځکه دې ستونزې کروندګر او باغ لرونکي سخت زيانمن کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال په پلان کې وه چې له کجکي بند څخه د اوبو يوه لويه وياله رابېله کړي او تر ميوند، غورک او ځينو نورو ولسواليو پورې وغځول شي، تر څو له دې لارې د کروندو او باغونو د اوبولو اسانتيا برابره شي، خو دغه پلان تر اوسه عملي شوى نه دى.))

دى وايي، دا مهال د ميوند ولسوالۍ د اوسېدونکو تر ټولو عمده ستونزه همدا د اوبو نشتوالى دى، دولت ته په کار ده چې د اوبو همدا پخوانۍ طرحه پلې کړي چې دوه ځلې يې سروې هم شوې ده.

نوموړي په ميوند ولسوالۍ کې د پرمختيايي کارونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دغو ولسواليو کې د فوډ زون او ملي پيوستون پروژې روانې دي چې تر ډېره يې خلک مصروف ساتلي دي.

خو ده وويل چې په ميوند کې به د دولتي واک په پراخېدو سره پرمختيايي کارونه ډېرو نورو سيمو ته هم وغځول شي.

نوموړي زياته کړه چې په ميوند ولسوالۍ کې دا مهال د يوې لېسې په ګډون اووه ښوونځي پرانيستي دي، خو پلان لري چې ډېر ژر په هغو سيمو کې هم اته ښوونځي پرانيزي چې په دې وروستيو کې د عملياتو په پايله کې له وسله والو مخالفينو پاکې شوي دي.

ميوند ولسوالي له کندهار ښار څخه ٧٠ کيلومتره لرې د کندهار- هرات پر لويه لاره پرته ده چې د دغه ولايت له مهمو او لويو ولسواليو ګڼل کېږي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې د نورو تر څنګ په کې غنم، جواري او پنبه ډېر کرل کېږي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.