غزني ښار (پژواک ۱۳ وری ۹۴): د غزني د اندړو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې په داسې حال کې د ملي اردو له خوا د پيل شويو عملياتو د پراخېدو غوښتنه وکړه، چې يو شمېر نورو خلکو ددې عملياتو پر ضد لاريونونه کړي دي.
دوه اوونۍ مخکې د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ د ګډو ځواکونو له خوا په اندړو او ده يک ولسواليو کې د نصرت په نامه چاڼيز عمليات پيل شوي چې په ترڅ کې يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه عمليات چې د ځايي چاروکو په وينا، د وري په ١٣مه، پاى ته رسېدلي، تر دې مخکې د يادو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي او قومي مشران ولايت مقام ته په شکايت راغلي وو او ادعا يې کوله، چې د عملياتو په ترڅ کې يې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او ددې عملياتو ددرولو غوښتنه يې کوله.
معترضينو تور پورې کړى و، چې د ملي اردو د درېيمې قوماندان په قصدي توګه ملکيان په نښه کوي او هغه يې پر قومي تعصب تورن کړى و.
خو د اندړو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو نن په غزني ښار کې د يادو عملياتو په ملاتړ لاريون وکړ او د کابل – کندهار لاره يې د درېيو ساعتونو لپاره وتړله.
لاريون کوونکو له دولت څخه غوښتل چې په دې ولسوالۍ کې دې د ګډو کورنيو ځواکونو له خوا پيل شوي عمليات وغځول شي.
دغو خلکو چې شمېر يې ۵۰۰ تنو ته رسېده ، غوښتنه کول، چې د وسله والو طالبانو پر ضد دې په نورو سيمو کې هم عمليات پيل شي.
د اندړو ولسوالۍ يو تن قومي مشر او د لاريون ګډونوال محمدابراهيم پژواک اژانس ته وويل چې اندړو ولسوالۍ ته سلګونه وسله وال طالبان او داعش پورې تړلي کسان راغلي دي.
د هغه په وينا، که چېرې دولت ددوى پر وړاندې عمليات ونه کړي، نو د ولسوالۍ ترڅنګ د غزني ښار هم تر ګواښ لاندې راځي.
خو نوموړى وايي چې د عملياتو پر مهال بايد وسله وال طالبان په نښه شي، نه ملکي وګړي .
د ابراهيم په وينا، د اندړو ولسوالۍ ټول اوسېدونکي له دولت سره ولاړ دي او د عملياتو ملاتړ کوي.
د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي ملا عبدالرحيم وويل دولت بايد ددې پر ځاى چې ياد عمليات ودروي، نورو سيمو ته يې پراخه کړي.
د هغه په وينا، تر دې مخکې وسله والو طالبانو د سيمې يو شمېر اوسېدونکي په زوره د ولايت مرکز ته له عملياتو سره د مخالفت لپاره لېږلي وو.
دده په خبره ، وسله والوطالبانو هغوته اخطار ورکړی و، چې که پر دولت عمليات ونه دروي نو دوی به يې ووژني نو خلک مجبوره شول چې د غزني ښارته ورشي او له دولت څخه د عملياتو د درولو غوښتنه وکړي.
د غزني سرپرست والي موسى خان اکبرزاده وايي چې د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو په دغه ولسوالۍ کې دعملياتو دغځېدو غوښتنه کوله.
هغه پژواک ته وويل ياد عمليات له مرکزڅخه پيل شوي، د هغوى له خوا څارل کېږې او نن پاى ته ورسېدل.
والي وايي : (( موږ به د خلکو غوښتې او ستونزې له مرکزي دولت سره شريکوو، وروستۍ پرېکړه هغوى کوي.))