کلات (پژواک، ١٤ ورى ٩٤): نن د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د بادام ګل دودیزه مشاعره جوړه شوه چې په کې د دغه ولایت تر څنګ له نورو ولایتونو او د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې هم شاعرانو او اديبانو په کې ګډون کړى و.
شاعرانو د مینې، د طبیعت د ښکلا، یووالي او علم په برخه کې ګڼ شعرونه ولوستل چې د ګډونوالو له خوا په تودو چکچکو بدرګه شول.
همدارنګه شاعرانو په خپلو شعرونو کې د سولې، یووالي او پرمختګ لپاره خپلې غوښتنې بیان کړې او د افغانستان د ابادۍ هیلې يې وښودې.
د بادام ګل د سږ کال مشاعره د ولایتي شورا د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه چې په کې د عامو وکړو تر څنګ دولتي چارواکو هم برخه اخیستې وه.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالمقیم افغان پژواک خبري اژانس ته وویل چې هر کال په دغه ولایت کې د بادام ګل په غوړېدو سره پسرلنۍ مشاعره جوړېږي چې سلګونه شاعران او د ادب مینه وال په کې برخه اخلي.
نوموړي زياته کړه چې سږ کال هم له کابل، کندهار، غزني، کونړ او نورو ولایتونو او همدارنګه د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې کوېټي او ژوب څخه د ۶۰۰ تنو په شاوخوا کې شاعرانو برخه درلوده.
د مشاعرې په اخره کې د دریو شاعرانو شعرونه تر ټولو غوره وبلل شول او همدارنګه یو شمېر راغلو مېلمنو ته ډالۍ ورکړل شوې.
د زابل تر څنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دا ډول مشاعرې جوړېږي چې د شاعرانو په خبره د اړیکو پر پیاوړتیا او د ادب پر وده مثبت تاثیر لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP