Language

بلخ کې د نشه يي توکو د قاچاق مخنيوى وشو

مزارشريف (پژواک، ١٦ ورى ٩٤ ) : د  بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په مزارشريف کې يې د لسګونو کيلوګرامه نشه يي  توکو د قاچاق مخنيوی کړی.

د دغه ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري د وري په ۱۶مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو تېره ورځ  مزارشريف ښار ته د لېږدونکو لسګونه کيلوګرامه تارياکو او د لسګونو بوتله الکولي مشروباتو د قاچاق په تور يې پنځه کسان له دوه ميله وسلو سره نيولي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو نشه يي توکو کى سل کيلوګرامه تارياک، چې په کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي و او د مزارشريف له لارې کابل ته لېږدول کېدل هم شامل دي .

همداراز ۵۵۲ بوتله الکولي مشروبات، چې د بلخ ولايت له کلدار ولسوالۍ څخه مزارشريف ښار ته لېږدول کېدل، نيول شوي دي.

سمونوال قادري وويل، چې د يادو نشه يي توکو د قاچاق په تور پنځه کسان له دوه ميله کلاشينکوفونو سره نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې نيول شويو کسانو د امنيتي مسوولينو د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی، چې دوسيه به يې ډېر ژر څارنوالۍ ته واستول شي.

د هغه په وينا، په تېر کال کې د بلخ ولايت امنيتي مسوولينو د بېلا بېل ډوله نشه يي توکو د قاچاق مخنيوی کړی او لسګونه تنه يې په تور نيول شوي دي.

سمونوال قادري وويل، چې د تېرکال په نيول شويو نشه يي توکو کې ۶۹کيلوګرامه هيروئين پوډر،۴۶۵کيلوګرام تارياک،۱۲۹کيلوګرامه چرس، ۵۹۸لېتره الکولي مشروبات او ۱۲۸۹لېتره بير شامل دي.

همدا راز ۹۳۷۰لېتره تېزاب او بېلا بېل ډوله ۱۲ عرادى موټر، چې نشه يي توکي په کې قاچاق کېدل هم نيول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics