Language

د زابل پنځه نېښ وهونکي  هلمند کې وژل شوي

کلات ( پژواک، ١٦ ورى ٩٤ ) : چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي چې د نېښ وهلو لپاره ورغلي وو، وژل شوي دي.

د زابل ولايت د ميزانې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي خان محمد د وري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ددې ولسوالۍ پنځه اوسېدونکي چې هلمند ته د ترياکو د نېښ وهلو لپاره ورغلي وو، وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له وژل شويو کسانو څخه يې دوه تنه د پوتي، دوه د جاغرۍ او يو هم دشيکان د کلي اوسېدونکى و.

د نوموړي په وينا، د دوو تنو جسدونه پرون راوړل شوي او درې نور يې په لاره کې دي.

خان محمد وايي چې ياد کسان د هلمند ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د روانو جګړو پر مهال وژل شوي دي.

د ميزانې ولسوال ملاظريف هم مني ، چې شيکان کلي ته پرون له هلمند څخه يو جسد راوړل شوى دى.

هغه پژواک ته وويل چې د نورو کسانو له وژنې خبر شوى، خو تر اوسه ورته کره راپور نه دى ورکړل شوى.

ولسوال په دې اړه ناخبري څرګنده کړه، چې ياد کسان کله او د چا له خوا وژل شوي دي.

ملا ظريف وايي چې سږ کال دوى په خپله سيمه کې د کوکنارو د کر مخه نيولې، ځکه نو خلک د نېښ وهلو لپاره هلمند ولايت ته ځي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.