Language

لوګر کې وسله والو يوه ښځه په خپل کور کې حلاله کړې

پل علم (پژواک، ١٦ ورى ٩٤): چارواکي وايي، چې د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله وال کسان په سيمه کې يوه کور ته ننوتي او يوه ښځه يې حلاله کړې او بله يې د چړو په ګوزارونو کلکه ټپي کړې ده.

د لوګر د ښځو چارو رييسې شيما زرګر، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه، نن د بره کي برک ولسوالۍ د شيخ نيازالله په کلي کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، درې وسله وال کسان چې هويت يې څرګند نه دى، نن له غرمې مخکې د حبيب الله په نامه د سيمې د اوسېدونکي کور ته ننوتي؛ د هغه مېرمنه فريده يې حلاله کړې او د هغه نږور يې په چاقو سخته ټپي کړې ده.

مېرمن زرګر وويل، چې تراوسه د دې کار انګېزه څرګنده نه ده. وسله وال هم د ښځو تر وژلو او ټپي کولو وروسته له سيمې وتلي دي.

د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين هم پېښه تاييدوي. دى وايي، د دې وژنې لامل څرګند نه دى.

د اجمل په نوم د شيخ نيازالله کلي يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د حبيب الله مېرمن په ډېره بې رحمۍ وژل شوې او د هغه نږور د چړو په ګوزارونو سخته ټپي شوې ده.

اجمل وايي، نه پوهېږي چې دا کار چا ترسره کړى دى.

د يادونې ده، چې تېر کال هم په لوګر کې شپږ ورته پېښې رامنځته شوې وې.

login or register a new account.

Related Topics