پل علم (پژواک، ١٧ ورى ٩٤): په بره کي برک ولسوالۍ کې پر يوه ښوونځي د توغندي لګېدو له امله د درېيم ټولګي يو لس کلن زده کوونکى وژل شوى دى.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب پژواک ته وويل چې توغندى نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د هوس خېلو په لومړني ښوونځي کې پر يوه درسي ټولګي لګېدلى دى.
عرب وويل، د توغندي د لګېدو پر مهال يواځې د نصرت الله په نوم د درېيم ټولګي يو زده کوونکى په صنف کې و چې ووژل شو.
هغه وويل څرګنده نه ده چې توغندى د چا له لوري توغول شوى دى.
د عرب د معلوماتو له مخې، دا په نوي کال کې دغه ډول لومړۍ پېښه ده چې رامنځته کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال په لوګر کې په بېلابېلو ورته پېښو کې ١٨ ښوونکي او ٣٠ زده کوونکي وژل شوي وو.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP