ښرنه (پژواک، ١٨ ورى ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي، هغو سلګونو زده کوونکو ته يې په هېواد کې دننه د زده کړو زمينه برابره کړې چې د پولې پورې غاړه په پاکستاني ښوونځيو کې يې زده کړې کولې.
د دغه ولايت د برمل او شکين سرحدي ولسواليو شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکي له تېرو څو کلونو راهيسې د ډيورنډ پولې پورې غاړې په پاکستاني ښوونځيو کې د پاکستاني ښوونکو له لوري په داسې حال کې زده کړې ورکول کېدې چې هر سهار د دغه هېواد ملي سرود هم غږول کېده.
تر دې مخکې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې د افغانستان اړوند په ځينو ښوونځيو کې پاکستانى نصاب تدريسېږي، خو ځايي چارواکو دا راپورونه رد کړي وو.
د پکتيکا والي انجنير عبدالکريم متين د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د برمل او شکين ولسواليو سلګونه زده کوونکي له تېرو ١٣ کلونو راهيسې د پولې پورې غاړه په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کولې.
هغه زياته کړه چې د پوهنې د رييس په ګډون يې يادو ولسواليو ته پلاوى لېږل و، تر څو ياد زده کوونکو ته په همدغو ولسواليو کې د زده کړې زمينه برابره کړي.
والي وايي چې ياد پلاوى پر دې بريالى شو چې په خپله خاوره کې يې يادو زده کوونکو ته څلور بابه ښوونځي پرانيستل او هغوى ته يې د زده کړې لپاره اړين توکي هم سپارلي دي.
متين زياتوي: ((برمل يوه سرحدي ولسوالي ده او د پولې دواړو غاړو ته د وزيرو قوم مېشت دی او يو له بله سره نږدې اړيکې لري، نو پر همدغه اساس غواړو چې د پاکستاني ښوونځيو په پرتله د افغاني ښوونځيو معيار لوړ او زده کوونکو ته يې اسانتياوي برابرې کړو.))
د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي هم پژواک ته ومنله چې د برمل ولسوالۍ هغه زده کوونکي چې له تېرو ١٣ کلونو را هيسې د پولې ها خوا په پاکستاني ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت وو، د قومي مشرانو په همکاري را وګرځول شول او په افغاني ښوونځيو کې ځای پر ځای شول.
نوموړی زياتوي :(( برمل له جنوبي او شمالي وزيرستانونو سره ګډه پوله لري او د ناامنۍ له امله د دې ولسوالۍ زده کوونکو ته د زده کړو اسانتياوې نه وې برابرې شوې؛ ځکه زده کوونکي د پولې پورې غاړې ته د زده کړې لپاره تلل.))
د هغه په وينا، اوس په دې ولسوالۍ کې دوه لومړني، يو منځنى او يوه لېسه پرانيستل شوي او نور به ياد ۸۰۰ زده کوونکي په دغو ښوونځيو کې زده کړې کوي.
د دې ولسوالۍ د وزيرو شورا مشر شا براز په خپله سيمه کې د ښوونځيو پر پرانيستل کېدو خوښي څرګنده کړه او له حکومته يې مننه وکړه چې زده کوونکو ته يې په خپل هېواد کې د زده کړو زمينه برابره کړه.
هغه زياته کړه: ((تر دې وروسته به خپلو بچيانو ته د دې اجازه ورنه کړو چې د پولې ها خوا په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې وکړي.))
login or register a new account.