Language

ښځه او لېور په اعدام محکوم شول

مزار شريف (پژواک، ١٩ ورى ٩٤): د خپل خاوند د وژلو په تور په بلخ کې يوې علني محکمې يوه ښځه او د هغې لېور په اعدام محکوم کړل.

د بلخ ولايت ځايي چارواکي وايي، د راکيې په نامه يوه ١٩ کلنه ښځه درې مياشتې مخکې له خپل لېور صفي الله سره په ګډه، خپل مېړه اخترمحمد په خپل کور کې وژلى و.

د دې ولايت پوليسو، ياد قاتلين هماغه مهال نيولي وو او دوسيه يې تر څېړنو لاندې وه.

د دې قضيې علني محکمه د بلخ ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ د  لومړۍ محکمې له خوا د وري په ١٩مه، په مزار شريف ښار کې په علني توګه ترسره شوه.

د لومړۍ محکمې قاضي قضاوتمند محمد شعيب مهدي وويل، چې ١٩ کلنه راکيه له  خپل ٢٥ کلن لېور صفي الله سره يو ځاى خپل مېړه وژلى دى.

هغه زياته کړه، د دوسيې تر څېړنو وروسته پر دوى باندې جرم ثابت شو او دوى دواړو هم په خپل جرم اعتراف کړى وو.

قاضي مهدي وويل، راکيه او صفي الله د زنا په جرم د جزا د قانون د ٤٢٧ مې مادې پربنسټ په لس کاله بند او د قتل په جرم د جزا قانون د ٣٩٥مې مادې له مخې، په اشد مجازات اعدام محکوم شول.

صفي الله محکمې ته وويل: ((ورېندار مې راته ويلي و، چې خاوند يې جنسي مشکل لري او دغه راز ما هم له ورور سره د ځمکې پر سر لانجه لرله او وېرېدم چې ومې نه وژني.))

هغه زياته کړه، ورېندار يې د شپې له خوا خپل خاوند ته په ډوډۍ کې د بې هوشۍ دوا ورکړه او ده خپل ورور وواژه.

نوموړى په خپل دغه کار پښېمانتيا څرګنده کړه او ادعا يې وکړه، چې هغه مهال يې عصبي تکليف درلود.

راکيې هم د خپل جرم په اعتراف سره وويل، چې د هېواد له قوانينو ناخبره وه او د خپل خاوند د جنسي ستونزې لرلو ادعا يې هم وکړه.

هغې زياته کړې: ((د يوې ښځې په توګه، له دې کار پرته بله چاره مې نه لرله.))

login or register a new account.

Related Topics