شپږم تعقيب - مزارشريف (پژواک، ٢١ ورى ٩٤): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د استيناف څارنوالۍ پر رياست، اووه ساعته ډله ييز بريد کې ١٨ تنه وژل شوي او ٦٧ نور ټپيان دي.
د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه) غرمه مهال شاوخوا يوولس نيمې بجې پيل او ماښام کابو شپږ نيمې بجې پاى ته ورسېده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي، چې پنځه تنه يې نظاميان او پنځه نور ملکي وګړي دي.
د هغه په وينا، دغه راز پر بريدګرو د عملياتو په پايله کې يې څلور وسله وال وژلي دي.
خو د مزارشريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض بيا پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له ياد پېښې تراوسه پورې (د جمعې د سهار نهه بجې) ١٨ جسدونه او ٦٧ ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې د شپږمې امنيتي حوزې امر په ګډون يو شمېر پوځيان، د څارنوالۍ کارکوونکي او عام وګړي شامل دي.
دى زياتوي، په ژوبلو کسانو کې، چې ډېرى يې څارنوالان او نظاميان دي، د نهمې امنيتي حوزې امر، د بلخ څارنوال ميرزا غلام علي، د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى او څلور ښځينه څارنوالانې هم شاملې دي.
دغه راز دى وايي، په نورو ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
ډاکټر فيض وويل، ځينې ټپيان په چاودنو کې، يو شمېر پر مرميو لګېدلي، ځينې سوځېدلي او نور يې د ټوپ وهلو او تېښتې له امله ټپيان شوي دي.
د عبدالله په نامه يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور بريدګر چې په يوه تور رنګه موټر کې راغلي وو ، لومړى يې د څارنوالۍ د رياست پر ساتونکي ډزې وکړې او بيا دننه ننوتل.
د هغه په وينا، بريدګرو نظامى جامې پر تن کړې وې. د دغه بريد پر مهال څلور درنې چاودنې شوې دي.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
login or register a new account.