Language

لوګر کې طالبانو د يوه سيمه پوليس مېرمن وژلې

پل علم (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې طالبان د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې د يوه سيمه ييز پوليس کور ته ننوتي، د هغه مېرمن يې وژلې او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.

د لوګر امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د محمد آغې ولسوالۍ په سرخاب کلي کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، سيمه ييز پوليس صمد نومېږي او د طالبانو د بريد پر مهال په کور کې نه و.

اسحاقزي وويل چې دغو طالبانو د صمد مېرمن وژلې او د هغه دوه ماشومان يې پر ډزو ټپيان کړي دي.

د زاهد الله په نوم د سرخاب کلي يو اوسېدونکى وايي چې صمد له تېرو دوو کلونو راهيسې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو سرګروپ و.

زاهدالله وايي چې "وسله وال" د افغاني او اسلامي ارزښتونو پر خلاف د صمد پر کور ور اوښتي او د هغه مېرمنه يې وژلې ده.

 نوموړى وايي چې حکومت بايد د دې ډول نارواوو د عاملينو د مجازات لپاره خپل ټول وس وکاروي.

ده زياته کړه: "دا ډېر ظلم دى، دوى ډېر غير انساني کار کړى. که ستاسو په باور صمد ګناهکار دى، نو د هغه مېرمن او ماشومان خو بېګناه وو. انسان داسې نه کوي."

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په لوګر کې د هوا په ګرمېدو سره د نورو ولايتونو په څېر د ناامنۍ پېښې، چاودنې او د مخالفينو کمينونه ډېر شوې دي.

login or register a new account.