Language

درې وسله وال طالبان وژل شوي

ښرنه (پژواک ٢٤ ورى ٩٤): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانوترمنځ په مخامخ نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيت امر او سرپرست امنيه قومندان نثاراحمد عبدالرحيمزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نښته نن له غرمې وروسته په مټاخان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه، چې د پوليسو د يوه کمين په ترڅ کې د مټاخان ولسوالۍ په شنک سيمه کې درې وسله وال طالبان په مخامخ نښته کې وژل شوي، خو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ده زياته کړه، د وژل شويو طالبانو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

د هغه په خبره، په دې نښته کې يو راکټ انداز، دوه کلاشينکوفونه او دوه موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د ښرنې د ملکي روغتون يوې سرچينې هم د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې له يادې نښتې څخه ورته درې جسدونه را وړل شوي دې.

سرچينه زياتوي، د وژل شويو طالبانو جسدونه د سرې مياشتې له لوري د هغوی کورنيو ته سپارل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه وسله والو طالبانو د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.