Language

د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

محمودراقي (پژواک، ٢٤ ورى ٩٤): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده.

د کاپيسا امنيه قوماندان خواجه فقيراحمد صديقي وايي چې تر اوسه د ملکي وګړو او وسله والو په ګډون ٣٠ کسانو ته مرګ اوښتې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې د اله ساى عمومي سړک د دواړو لوريو ترمنځ د جګړې سيمه ده.

د امنيه قوماندان په خبره چې امنيتي ځواکونه اله ساى ته د امنيت ساتنې په موخه پر لاره وو چې له مخالفينو سره په جګړه کښېوتل.

صديقي وويل چې جګړه اوس (سهار١١:٠٠ بجې) هم روانه ده او تر اوسه ١٥ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنيه قوماندان وويل چې تر اوسه امنيتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

نوموړي وويل چې مخالفينو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته چې غوښتل يې پر افغان ځواکونو ٨٢ ملي متري توپ وتوغوي، خو د عيارولو پر مهال وچاودېد.

هغه وويل چې په جګړه کې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

ده وويل، هرکله چې امنيتي ځواکونو اله ساى ته تګ راتګ کوي، نو پر لاره د مخالفينو له چريکي بريدونو سره مخ کېږي.

بل پلو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د جګړې له امله د تګاب د تعمير بازار، کورغل، تترخيل او د اله سای ولسوالۍ نږدې سيمو پورې عمومي سرک ته د نږديو کورونو اوسېدونکي له سيمې وتلي دي.

د عطاء الله په نوم د تترخېلو سيمې اوسېدونکي پژواک ته وويل، د تعمير او تترخېلو ترمنځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې اته ملکي کسان وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

هغه وويل چې مخالفينو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

login or register a new account.

Related Topics