ښرنه (پژواک، ٢٦ ورى ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي چې په زيړوک ولسوالۍ کې پر يوه کور د طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او د يوې مېرمنې په ګډون دوه ماشومان ټپيان دي.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د وري په ٢٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو نن په دې ولسوالۍ کې د هاوان شپږ مرمۍ توغولي چې يوه يې په شرمي کلي کې پر يوه کور لګېدلې ده.
پيرخېل وايي چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه: "په دې پېښه کې يو لس کلن ماشوم وژل شوى، يوه مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شوي دي. زخميان د سيمې نږدې شفاخانې ته وړل شوي."
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.