ګردېز (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): د پکتيا سوداګر او اقتصادي کارپوهان وايي چې که د ګردېز- ډنډ پټان لاره ترانزيټي شي، نو د پاکستان له کراچۍ بندره سوداګريز توکو د واردولو لاره څو سوه کيلومتره لنډه شي.
دا لاره چې ٧٥ کيلومتره اوږدوالى لري د پکتيا مرکز ګردېز د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت له پاړچنار سره نښلوي.
د سوېل ختيځ زون د سوداګرۍ خونې رييس عبدالنصير علميار دا لاره د هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره حياتي بولي او وايي چې که دا لاره د حکومت له خوا ترانزيټي شي، نو په سوداګرۍ کې به ډېره اسانتيا رامنځته کړي.
علميار وايي، د ډنډ پټان لاره د تورخم په پرتله څو سوه کيلومتره کراچۍ بندر ته لنډه او هواره ده.
هغه وويل، څو ځلې يې د دې لارې د ترانزيټي کېدو لپاره د حکومت له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو رييس رشاد باختري وايي چې د ډنډ پټان لارې ترانزيټي کېدل، د توکو د لېږد رالېږد لګښتونه کموي او د هېواد له اقتصاد سره مرسته کوي.
باختري وايي چې څو ځلې يې په اړه د ماليې وزارت ته مکتوبونه استولي، خو عملاً يې کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.
هغه وويل هڅه کوي چې د ملي وحدت حکومت په اداره کې د دې لارې د ترانزيټي کېدو امر واخلي.
د پکتيا يو سوداګر عبدالرحيم ګردېزی وايي، د ګردېز—پټان لاره له يوې خوا نږدې ده او له بلې خوا هواره لاره ده چې د توکو د لېږد رالېږد بيه ورسره ډېره کمېږي.
ګردېزى وايي، له تېرو څو کلونو راهيسې يې بېلابېلو ادارو ته د دې لارې د ترانزيټي کېدو وړانديز وکړ، چارواکو ژمنې وکړې، خو تر اوسه يې پرې عمل نه دى کړى.
هغه وويل چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ نوى حکومت بايد د دې لارې ارزښت درک کړي او د ترانزيټي کېدو لپاره يې ګام پورته کړي.
د يادونې ده، ولسمشر غني د ټاکنيز کمپاين پر مهال د پکتيا له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د برياليتوب په صورت کې به د ډنډ پټان لاره ترانزيټي کوي، خو د نوي حکومت د څه باندې شپږو مياشتو تر تېرېدو وروسته هم دا کار نه دى شوى.
login or register a new account.