غزني ښار (پژواک، ٢٧ ورى ٩٤): د غزني سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو د مالستان ولسوالۍ پنځه اوسېدونکي تښتولي دي.
دا کسان له دايکنډي د غزني د اجرستان ولسوالۍ له لارې مالستان ته روان وو چې پر لاره وسله والو د چهارشنبې په سهار برمته کړي دي.
د مالستان ولسوال ضامن علي هدايت وايي چې افغان ځواکونو تېره سې شنبې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د ملا عبدالله په نوم د طالبانو يو قوماندان له خپلو شپږو ملګرو سره نيول شوى دى.
هدايت وايي چې وسله والو د دغو کسانو د نيول کېدو په غبرګون کې پرون پنځه ملکي کسان نيولي دي. "دغو وسله والو ويلي که دولت زموږ کسان راخوشي کړي، موږ به هم دوى خوشي کړو."
ولسوال وويل چې د دغو کسانو د خوشي کولو لپاره د قومي مشرانو او وسله والو تر منځ خبرې روانې دي.
هدايت وايي چې تښتوونکي ځان په داعش پورې تړلي بولي.
د اجرستان اوسېدونکي حضرت محمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ځيني مخ پټي وسله وال ګرځي او په بهرنۍ ژبه خبرې کوي.
نوموړى زياتوي چې د مالستان ولسوالۍ د څلورو هزاره اوسېدونکو له تښتونې دوى هم خبر شوي دي.
د يادونې ده، ياد کسان په داسې حال کې تښتول کېږي چې لا هم د ٣١ تښتول شوو هزاره مسافرو څرک نه دى لګېدلى.
دغه مسافر تېر کال د کب په څلورمه د کابل—کندهار پر لويه لاره د غزني په شاه جوى ولسوالۍ کې وسله والو له موټره ښکته کړل او نامعلوم لور ته يې بوتلل.
login or register a new account.