غزني ( پژواک، ۲۸ وری ۹۴ ) وسلوالو مخالفینو هغه څلور ملکي وګړي وژلي، چې وړمه شپه یې له غزني ولایت څخه تښتولي وو.
دغه کسان چې له دایکندي ولایت څخه د غزني اجرستان ولسوالۍ په لاره مالستان روان و، د ځایي چارواکو په وینا، داعش پورې تړلو وسلوالو وړمه شپه له موټرو ښکته او تښتولي وو.
د مالستان ولسوال ضامن علي د وري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسلوالو کسان دغه کسان وژلي او سرونه یې ترې غوڅ کړي دي.
هغه زیاته کړه، وسلوالو مخالفینو دا کسان د هغو شپږو تنو وسله والو په بدل کې نیولي وو چې تیره اونۍ افغان امنیتي ځواکونو په جاغورو ولسوالۍ کې نیولي وو.
د ولسوال په وینا، تیره سه شنبه افغان امنیتی ځواکونو دغزني په جاغورو ولسوالۍ کې دیو لړ عملیاتو په ترڅ کې دعبدالله په نوم دیوقوماندان په ګډون شپږ تنه نیولي وو چې وسله والو کسانو دغه څلور تنه په هم هغه ورځ دهغوی په بدل کې وتښتولو.
ضامن علي وایي، چې وسلوالو مخالفینو ددغو څلورو کسانو د خوشې کولو په بدل کې له دولت څخه د خپلو شپږو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کوله .
د نوموړي په وینا، وسلوالو دغه کسان چې د مالستان ولسوالۍ اوسیدونکي دي، نن وژلي او د سیمې قومي مشران د جسدونو ترلاسه کولو په موخه سیمې ته ورغلي دي.
د مالستان ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي علي محمد هم ومنل چې یاد کسان نن وژل شوي دي.
وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.