Language

اشرف غني: اجازه نه ورکوو د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر خلاف وکارول شي

کابل (پژواک ٣٠ ورى ٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني ايران ته په سفر کې له دغه هېواد سره د افغانستان د اړيکو پر پراختيا د ټينګار ترڅنګ ويلي، افغانستان اجازه نه ورکوي، چې له خاورې يې د ګاونډيانو پرضد استفاده وشي.

ولسمشر، نن سهار د يوه پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړ او د تهران په سعداباد ماڼۍ کې د ایران د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له لوري ورته د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی ویل شوى دى.

د افغانستان د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه پلاوو د دوه اړخېزو کتنو په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیمه يیزو مسئلو په شمول په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا او د یو شمېر نورو د علاقې وړ موضوع ګانو په اړه بحث او مذاکرې وکړې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د حکومت او خلکو له خوا د افغانستان لوړ رتبه پلاوي ته د تاوده هرکلي او مېلمه پالنۍ او له افغانستان سره د اوږدمهالې، منځ مهالې او لنډمهالې همکارۍ لپاره د دغه هېواد د چارواکو له ارادې څخه مننه وکړه.

ولسمشر وویل، چې د کډوالو مسئله زموږ لپاره حیاتي ده؛ له همدې امله د افغانستان کابینې د مهاجرینو عالي کمیسیون جوړ کړی دی. موږ غواړو چې افغان کډوال ثبت او راجستر شي، ترڅو په پړاویز، تدریجي او په داوطلبانه ډول هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه ورته برابره شي.

نوموړي، داعش یو ګډ جدي خطر وباله او له جرمي اقتصاد سره د مقابلې لپاره یې پرلا ډېرو سیمه يیزو همکاریو ټینګار وکړ.

هغه، دې ته په اشارې سره چې د افغانستان کابینې د ولسي جرګې له خوا په ډله يیزه توګه د باور رایه ترلاسه کړه، وویل چې موږ به یو سل ورځنی کاري پلان جوړ کړو.

اشرف غني دې ته په اشارې سره، چې افغانستان غواړي له ایران سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي، وویل چې د چین هېواد پلاوی به ډېر ژر له چین څخه واخان او هرات ته د اوسپنې د پټلۍ د جوړولو مسئله وڅېړي.

ولسمشر دې باندې په ټینګار سره چې د ملي وحدت حکومت ټینګ او پایه دار دی، وویل، موږ سولې، ثبات او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره ټینګه اراده لرو او غواړو افغانستان د همکاریو په مرکز بدل کړو.

محمد اشرف غني زیاته کړه، موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د هغه د ګاونډیانو برخلاف وکارول شي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د ایران رييس جمهور حسن روحاني، ولسمشر غني او د هغه ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، هیله لرم چې نننۍ مذاکرې د دواړو ملتونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا سبب شي.

 ده دې ته په اشارې سره، چې د افغانستان او ایران خلکو له پېړیو له را په دېخوا د یو بل ترڅنګ ژوند کړی دی، وویل چې موږ باید د دغو دوه ملتونو نږدېوالی او اتحاد لا ډېر کړو.

login or register a new account.

Related Topics