کابل (پژواک ٣٠ ورى ٩٤): ولسمشر غني ايران ته په سفر کې د دې هېواد د چاپېريال ساتنې له ادارې څخه وغوښتل، چې د چاپېريال ساتنې په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړې.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني دغه غوښتنه د ایران د جمهور رئیس له مرستیالې او د هغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې له ريیسې ډاکټرې معصومې ابتکار سره د کتنې پرمهال په ډاګه کړ.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغه کتنه کې چې نن له غرمې وروسته د تهران په ښار کې د ولسمشر غني په استوګنځي کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر وویل، د سېلابونو راوتلو، د ځنګلونو وهلو، د څړځایونو له منځه تللو او غیر قانوني ښکار د افغانستان چاپېریال ته زیات خطرونه متوجه کړي دي.
د خبرپانې په حواله، ولسمشر غني هغو تجربو ته په پام سره، چې ایران یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې لري، د هغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې له ريیسې وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.
ده زياته کړې، د افغانستان حکومت په دې هڅه کې دی، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې لازم ظرفیتونه رامنځته کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه کتنه کې ولسمشر غني او د ایران د جمهور رئیس مرستیالې او د هغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادرې ريیسې ډاکټرې معصومې ابتکار، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د دواړو هېوادونو په ګډو اقداماتو ټینګار وکړ.
بايد وويل شي، چې محمد اشرف غني، نن د يوه پلاوي په مشرۍ، په دوه ورځني سفر تهران ته لاړ.
login or register a new account.