Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لښکرګاه لومړۍ حوزې ته ځانمرګي ننوتلي

دويم تعقيب - لښکرګاه (پژواک ٣٠ ورى ٩٤): د هلمند د مرکز لښکرګاه د پوليسو لومړۍ حوزې ودانۍ ته ځانمرګي ننوتلي او ډزې روانې دي.

د يادې حوزې آمر جان اغا داوري، دا پېښه تاييد کړه او پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا کار نن ماښام کابو ٧ بجې شوى دى.

عيني شاهدان وايي، د پېښې په لومړيو کې د يوې چاودنې غږ هم اورېدل شوى دى.

د لښکرګاه يوې امنيتې سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل، چې ټول بريدګر پنځه تنه دي.

ده زياته کړه، لومړى دوه تنه چې د سيمه ييزو پوليسو جامې يې په تن وې، په دروازه کې پر ساتونکو ډزې کړې او ورپسې سمدلاسه درې تنه نور چې په موټر کې سپاره وو، حوزې ته ننوتلي دي.

د هغه په وينا، د دواړو لورو ترمنځ تراوسه پورې (د ماخوستن اته بجې) ډزې روانې دي، چې په اړه کره معلومات نه شته.

ويل کېږي، چې په ياده پېښه کې تردې دمه څلور پوليس ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.