ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې د ودې لپاره د کندهار په ځينو ولسواليو کې بندونو جوړولو ته اړتيا ده

د کرنې د ودې لپاره د کندهار په ځينو ولسواليو کې بندونو جوړولو ته اړتيا ده

author avatar
19 Apr 2015 - 17:14
د کرنې د ودې لپاره د کندهار په ځينو ولسواليو کې بندونو جوړولو ته اړتيا ده
author avatar
19 Apr 2015 - 17:14

کندهار (پژواک ٣٠ ورى ٩٤): د کندهار د اوبو لګولو رياست مسوولين وايي، چې د کرنې د ودې په موخه د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې بندونو جوړولو ته اړتيا ده، چې اړوند وزارت بايد پاملرنه ورته وکړي.

د اوبو لګولو رييس انجنير شېرمحمد عطايي، پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم په کندهار کې د دهلې بند د دې ولايت د اوو ولسواليو کروندې او باغونه خړوبوي، خو په ځينو ولسواليو کې د کرنې لپاره کافي اوبه نشته، چې اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي، دغه ولسوالۍ ښورابک، معروف، ارغستان او سپين بولدک يادې کړې، چې د بندونو جوړولو سروې ګانې يې شوې دي، خو د جوړولو کارونه يې نه دي پيل شوي.

خو هغه خبر ورکړ، چې د ماليې وزارت د روان ١٣٩٤ لمريز کال په پلان کې د سپين بولدک ولسوالۍ د شنه نري بند او د ارغستان ولسوالۍ د لوړې بند په الف کټګوري کې نيولي، ترڅو د يوې مرستندويې ادارې په مرسته يې ورغوي.

هغه زياته کړه، که دغه بندونه ورغول شي، نو زرګونه جريبه ځمکې او باغونه به خړوب کړاى شي، چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په اقتصاد کې به مثبت بدلون راولي.

نوموړي د دهلې بند پروژې په اړه هم معلومات ورکړل، چې د لومړي پړاو کارونه يې تېر کال پيل شوي او تر راتلونکو دوو مياشتو به بشپړ شي، چې په کې د خروجي دروازو نوي کول، د والونو او پايپونو بدلول او ورته نور کارونه په کې شامل دي.

دى وايي، د دغې پروژې د رغونې چارې د يوې ترکۍ کمپنۍ پر غاړه دي، چې ٧١ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي.

هغه وويل، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو د ضايع کېدو ٦٠ سلنه مخنيوي وشي، خو که د دويم پړاو پروژه چې د بند د دېوالونو اته متره لوړول دي، هم پلې شي، نو هم به د اوبو د ضايعاتو مخنيوى وشي او هم به بشپړ کال د کندهار د اوو ولسواليو باغونه او کروندې کافي اوبه ولري.

خو ده اندېښنه وښودله، چې اوسمهال د دويم پړاو دغه پروژه ځنډول شوې، ځکه ټولټال پرې ٣٠٨ ميليونه ډالره لګښت راځي، چې يوه برخه يې بايد د ماليې وزارت او پاتې يې د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره ورکړي.

هغه دا هم وويل، چې په کندهار کې د اوبو کچه ټيټه شوې او د اوبو د کچې د رالوړولو لپاره د دې ولايت په اوولسو ولسواليو کې ١٠٠٠ چک بندونو جوړولو ته اړتيا ده.

نوموړي له نوي ټاکل شوي وزير اسدالله ضمير څخه وغوښتل، چې د کندهار د کرنې د ودې په موخه دې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره کار وکړي.

د يادونې ده، چې دا مهال د کندهار د اوو ولسواليو شاه وليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه د دهلې بند په اوبو خړوبېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.