Language

په مزارشريف کې د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې لسګونه کسان ټپيان شوي

مزارشريف (پژواک، ٣٠ ورى ٩٤):  د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې لسګونه کسان ټپيان شوي دي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د مزارشريف ښار سوېل لور ته د شاديان په دښته کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د ٥٠٠ جريبه ځمکې د ملکيت پر سر د دوو زورواکو لانجه روانه ده او نن يې د پلويانو تر منځ نښته رامنځته شوه.

د ولايتي شورا رييس چې په خپله په سيمه کې دى وايي چې له دواړو لورو شاوخوا درې زره کسانو چې په لرګيو، کلنګونو، بېلچو او چاقوګانو سمبال دي، په ياده دښته کې راټول شوي دي.

د خيراندېش په وينا، تر اوسه په دې شخړه کې تر ٣٠ زيات کسان ټپيان شوي دي.

دى وايي چې دا يوه حقوقي مسئله وه، خو اوس يې سياسي بڼه خپله کړې ده، د دې پر ځاى چې په محاکمو کې دا ستونزه هواره شي، اوس په کې ځايي چارواکي لاسوهنه کوي.

د احمدالله په نوم د سيمې يو اوسېدونکى وايي چې په يادو کسانو کې ځيني وسله وال هم دي او له نن سهار راهيسې په وقفه يي ډول د دواړو لورو ترمنځ نښته هم شوې ده.

د هغه په وينا، يو شمېر ټپيان له سيمې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلخ د ولايتي شورا يو تن وکيل استاد عبدالوکيل وايي، چې ياده شخړه د هزاره او کوشانيانو قومونو ترمنځ روانه ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د پخواني ولسمشر استاد رباني د واکمنۍ د وخت والي مولوي عثمان سالک زاده په ياده سيمه کې ٥٠٠ جريبه ځمکه هزاره وو او ٥٠٠ نور کوشانيانو ته ورکړل شوې وه، هزاره قوم پکې ابادي کړې او اوسېږي، خو کوشانيان ورته تر اوسه نه دي راغلي.

د نوموړي په وينا، دواړه خواوې هڅه کوي چې د يوه بل ځمکه قبضه کړي چې له امله يې نن شخړه رامنځته شوه.

د اسدالله کوشاني په نوم يوه تن چې د خپلې ډلې په استازيتوب يې خبرې کولې، پژواک ته وويل چې په  نننۍ نښته کې د دوى تر لسو زيات کسان ژوبل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics