مزارشريف (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په لومړي ځل د پاکستاني توليداتو نندارتون جوړېږي.
د بلخ د سوداګريزو خونو مسوولينو د پاکستان له ځينو سوداګرو سره په مزارشريف ښار کې د غويي په لومړۍ نېټه په ګډه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې د توليداتو په دغه نندارتون کې به افغاني توليدي توکي هم نندارې ته وړاندې شي.
په دغه ننداره کې چې سبا به د مزارشريف ښار په باران امپراتوري کې وړاندې شي، ۴۰ بېلابېلې هټۍ ولري چې ۲۵ به د پاکستاني توليداتو او پاتې ۱۵به د افغاني توليداتو سوداګريز توکي وي.
په افغانستان کې د پاکستان د سفارت اقتصادي کونسل خورشيد مريد چې په ياده خبري ناسته کې يې برخه لرله، وويل چې په دغه ننداره کې د پاکستان ۲۵ سوداګر برخه اخلي او خپل توليدات او سوداګريز توکي نندارې ته وړاندې کوي.
نوموړي زياته کړه چې د پاکستاني توليداتو په برخه کې به خوراکي، ساختمان، زينتي او د ورځني ژوند نور د اړتيا وړ توکي نندارې ته وړاندې شي.
د هغه په وينا، دوی هڅه کوي چې د پاکستاني توليداتو د نندارتونونو دغه لړۍ په افغانستان کې روانه وساتي چې د پاکستان د سوداګرو لپاره هم ګټوره وي او د افغانانو لپاره هم په کې د ګټې ځای وي.
خورشيد مريد افغان سوداګرو او په ځانګړې توګه د بلخ سوداګرو ته په پاکستان کې د خپلو توليداتو د نندارتون د جوړېدو بلنه ورکړه.
نوموړي وويل، که چېرې دغه ډول نندارتونونه بريالي شي نو دوی به د بلخ د سودګرۍ خونې د مسوولينو په مرسته د تاجکستان سوداګر هم دې ته وهڅوي چې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د توليداتو ګډ نندارتون په مزارشريف کې جوړ کړي.
هغه زياته کړه، دوی په دې هڅو کې دي چې پاکستاني سوداګر دې ته وهڅوي چې په شمال کې پانګونه وکړي او د جوړېدونکي نندارتون يو ستر لامل يې همدا په ګوته کړ.
د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوول ارش يونسي چې په ياده خبري ناسته کې يې برخه لرله، د پاکستاني توليداتو د جوړېدونکي نندارتون هرکلی وکړ.
نوموړي زياته کړه چې دا لومړی ځل دی چې پاکستاني سوداګر په مزارشريف ښار کې د خپلو توليداتو نندارتون جوړوي.
د هغه په وينا، د ياد نندارتون له لارې به د افغان او پاکستاني سوداګرو تر منځ اړيکې پيدا شي او د دې ډېره شونتيا شه چې ورته نندارتونه د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګريزو اړيکو کې باور لا پسې زيات کړي.
login or register a new account.