Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د چاودنې له امله يو تن مړ او پنځه ټپيان شوي

کندوز-دويم تعقيب (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٤): کندوز ښار کې د چاودنې له امله يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

دغه چاودنه نن له غرمې وروسته ٤:٣٠ بجې د ولايت واټ او شينواري مارکېټ په څنډه کې رامنځته شوې ده.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د يوې ښځې په ګډنن پنځه نور ټپيان شوي دي.

عيني شاهدان وايي، په بايسکل کې ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکو ته چې په سيمه کې درول شوى و، هغه مهال چاودنه ورکړل شوه  چې له يادې سيمې څخه د پوليسو يو رينجر موټر د تېرېدو په حال کې و.

عبدالعلي چې په دغه سيمه کې د ګلانو پلورلو يو دوکان لري، وويل په دغه پېښه کې يو موچي چې د هغه د دوکان مخې ته به يې کار کاوه، ژوند له لاسه ورکړى او درې نور ملکي  وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دغه پېښه کې دوو موټرو ته هم يو څه زيان اوښتى او څرګنده نه ده چې دوه ټپيان شوي پوليس په رينجر کې ناست و او يا هم په دغه سيمه کې له پخوا موجود و.

خو حسيني د دوه پوليسو ټپي کېدل رد کړي دي.

عبدالعلي وويل: " چاودنه دومره زوروره وه چې د دوکانونو ښيښې يې ماتې کړې دي."

د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د يوه مقناطيسي ماين د چاودنې له امله چې د کندوز ښار د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو د رينجر موټر  تر باډۍ لاندې ځاى پر ځاى شوى و، له امله يې دوه ښځې او پنځه  نارينه  ټپيان او رينجر ته زيان اوښتى و.

د روان کال په ترڅ کې دا په کندوز کې څلورمه چاودنه ده، چې رامنځته کېږي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.