لومړى تعقيب -ايبک (پژواک، ٢ غويى ٩٣): چارواکي وايي د سمنګان په مرکز کې د پنځه ساعته نښتې په پايله کې يو طالب او يو پوليس وژل شوي، يوه ښځه او درې پوليس ټپيان او څلور طالبان ژوندي نيول شوي دي.
د سمنګان د والي وياند محمدصديق عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د دغه ولايت د مرکز ايبک اړوند د زندان درې په سيمه کې د طالبانو د يو سرګروپ ملا بشير په کور کې يو شمېر وسله وال مخالفين راټول شوي وو او غوښتل يې پر ښار ډله ييز بريد وکړي.
د هغوى په وينا، امنيتي ځواکونو په دې اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه کور کلابند کړ او وروسته له هغه نښته پيل شوه چې له دغه کوره د پوليسو يو سرتېرى پر ډزو ووژل شو.
ده وويل چې نښتې تېره ورځ له غرمې وروسته له شاوخوا پنځو بجو د شپې تر لسو بجو دوام وکړ.
د هغه د څرګندونو له مخې، په دې نښته کې ملابشير او د پوليسو د ځانګړې قطعې يو سرتېرى وژل شوي او د ملا بشير مور او درې پوليس سرتېري ټپيان دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې څلور طالبان ژوندي نيول شوي چې يو يې د پروان د غوربند او درې نور يې د سمنګانو اوسېدونکي دي.
هغه وويل چې پاتې نور طالبان په تېښته بريالي شوي دي.
په ايبک کې د ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې نوکريوال مقبل عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملا بشير او يوه پوليس مړى دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
دغه راز هغه وويل چې د ملا بشير مور او درې ټپي شوي سرتېري هم روغتون ته وړل شوي او د ټپي شوو پوليسو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ نه دى.
خو د ملابشير مور چې ټپ يې ژور و، د نورې درملنې لپاره بلخ ته لېږدول شوې ده.
وسله والو طالبانو ويلي چې تېر ماښام يې په زندان دره سيمه کې پر پوليسو بريد کړى چې په پايله کې يې پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغه راز هغوى ويلي چې په دغه بريد کې د هغوى يو تن هم وژل شوى او يوه ښځه ټپي شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP