کابل (پژواک ٢ غويى ٩٤): د ملي امنيت شورا د دې شورا له خوا داعش ډلې ته د مرستې په اړه د پکتيکا د والي له لوري د شوې ادعا د څېړلو لپاره پلاوى ټاکلى دى.
ځينو رسنيو، درې ورځې وړاندې د پکتيکا د والي عبدالکريم متين له خولې ويلي وو، چې د ملي امنيت شورا په دې ولايت کې د داعش ډلې د غړو پر کورنيو دوه سوه زره ډالره وېشلي دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت شورا ناسته، تېره ورځ ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په پکتيکا کې د داعش په ترهګرې ډلې پورې اړوندو کورنيو ته د ملي امنيت شورا د مالي مرستې رسېدنې په اړه د دغه ولايت د والي عبدالکريم متين له خوا د شوې ادعا د څېړنې په موخه د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې، د کورنيو چارو د وزير جنرال نورالحق علومي په مشرۍ يو کمېسيون وګومارل شو.
سرچينه کاږي، دغه کمېسيون چې په ترکيب کې يې د عدليې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزيران، د ملي امنيت لوي رييس، په پوځي چارو کې د لويې څارنوالۍ مرستيال، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست، د ولسي جرګې دويم نايب، د مشرانو جرګې دويم نايب، د ولسي جرګې د دفاعي او ځمکنۍ بشپړتيا د کمېسيون رييس، د ولسي جرګې د داخلي چارو او ملي امنيت د کمېسيون رييس، د مشرانو جرګې د داخلي امنيت، د دفاعي او د سيمه ييزو چارو د کمېسيون رييس شامل دي.
سرچينه زياتوي، کمېسيون دنده لري، چې دغه موضوع په هر اړخيزه توګه وڅېړي او په لسو ورځو کې خپل راپور جمهوري رياست ته وړاندې کړي.
په ورته وخت کې ټاکل شوې، چې سبا پنجشنبه (د غويي درېيمه) د پکتيکا والي د خپلو څرګندونو او په دې ولايت کې د د اعش ډلې د فعاليت په اړه په کابل کې په يوه خبري ناسته کې ګډون وکړي.
له بلې خوا يوې بلې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل يې نوم خپور شي، نن چهارشنبه د مازيګر په شاوخوا شپږو بجو له پژواک سره په خبرو کې وويل، د پکتيکا والي کابل ته رسېدلى او له کورنيو چارو وزير سره په خبرو بوخت دى.
login or register a new account.