مزارشريف (پژواک ٣ غويى ۹۴): په بلخ ولايت کې د خط نو په نامه د مدني ټولنې سروې په ډاګه کوي، چې په دغه ولايت کې ۲۰۰زره روږدي کسان شته، چې ورځ تر بلې يې په شمېر کې زياتوالی راځي.
د بلخ په ولايتي شورا کې د غويي په ۳مه، د خط نو په نامه مدنې ټولنې په دغه ولايت کې د روږدو کسانو په اړه خپله کړې سروې له رسنيو سره شريکه کړه.
دغه سروې، چې د ۱۲۰ ځوانانو له خوا په تېرو دوو مياشتو کې تر سره شوې، په کې راغلي، چې د نشه يي توکو د هراړخيز مهار پر وړاندې حکومت پړ دی.
د يادې ټولنې مرستيال عبدالشکور نجفي زاده، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی په شمال زون کې د نشه يي توکو د هراړخيز مخنيوي په موخه له تېرو څو کلونو راهيسې کار کوي.
نوموړي زياته کړه، د دوی په شوې سروې کې جوته شوې، چې په بلخ ولايت کې دمګړۍ تر ۲۰۰زره پورې روږدي کسانو شتون لري، چې نږدې ۳۰سلنه يې ماشومان دي.
د بلخ د عامې روغتيا مسوولين هم په دغه ولايت کې د يادې شمېرې د رد په اړه څه ونه ويل.
د عامې روغتيا د رواني او عصبي څانګې مسوول ډاکټر اسدالله الفت، پژواک ته وويل، چې پنځه کاله وړاندې په بلخ ولايت کې د روږدو کسانو په اړه شوې رسمي سروې په ډاګه کړې وه، چې شمېر يې له ۱۲۰زرو څخه زيات دی.
نوموړي زياته کړه، چې د دې امکان شته، چې د خط نو ټولنې له خوا وړاندې شوې شمېرې کره توب ته نږدې وي.
د هغه په وينا، په هېواد کې د روږدو کسانو د شمېر د زياتوالي له ټولو ستر لاملونه غريبي، بې کاري، د نشه يي توکو په اسانه تر لاسه کول او د نشه يي توکو د کارولو په اړه ناسم تعبيرونه دي.
د خط ټولنې له لوري تر سره شوې سروې، چې يوه کاپي يې پژواک تر لاسه کړې، په ۲۰ مخونو کې ځای پر ځای شوې ده.
په سروې کې د نشه يي توکو د هراړخيزې کارونې را ولاړې شوې ټولنيزې ستونزې، روږدېدل، روږدي ماشومان په ډاګه شوي دي.
سروې په ډاګه کوي، چې د افغانستان د شمال په نهو ولايتونو کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د شتون له امله ټولنيزې ګډوډۍ رامنځ ته شوې دي.
login or register a new account.