Language

افغانستان کې روان ميلادي کال د امريکا بې پيلوټه هوايي بريدونو ٥٧ کسان وژلي

کابل (پژواک، ٤ غويى ٩٤): په وروستيو څلور مياشتو کې په افغانستان کې د امريکا بې پيلوټه هوايي بريدونو ٥٧ کسان وژلي دي.

د فرانسي خبري اژانس اعلان کړى چې دغه معلومات يې د امريکايي ځواکونو د دغو بريدونو د څېړنې په پايله کې ترلاسه کړي دي.

ويل شوي چې د روان ميلادي کال له لومړيو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې امريکايي بې پيلوټه الوتکو شپږ بريدونه ترسره کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس نه ده په ډاګه کړې چې دغه بريدونه د افغانستان په کومو سيمو کې ترسره شوي او قربانيان يې څوک دي.

خو د افغانستان د سيمه ييزو ادارو د سرچينو له خوا د وروستۍ مياشتې خپاره شوي راپورونه ښيي چې ډېرى دغه بريدونه د افغانستان په سوېل لوېدځو په ځانګړې توګه په ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو کې چې له پاکستان سره پوله لري، د القاعده او نورو وسله والو پر مرکزونو ترسره شوي دي.

د دغه اژانس د موندنو پر اساس، له ٢٠٠٤ تر ٢٠٠٥ کاله پورې ٤١٥ بې پيلوټه هوايي بريدونه په پاکستان کې ترسره شوي او ٣٩٤٩ کسان په کې وژل شوي چې له دې ډلې ٩٦٢ يې ملکي وګړي وو.

سربېره پر دې، له ٢٠٠٢ تر ٢٠١٥ کاله پورې په يمن کې هم ١١١ بې پيلوټه بريدونه ترسره شوي چې د ١٥٧ ملکي وګړو په ګډون په کې ١١٠٦ کسان وژل شوي او همدارنګه ١٣ورته بريدونه په افريقايي هېواد سومالي کې ترسره شوي چې له امله يې د پنځو ملکي وګړو په ګډون ١٠٥ کسان وژل شوي دي.

امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه غبرګونه نه دى ښودلى.

login or register a new account.