Language

له اتو کلونو وروسته دغزني ناوې ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونه رسیدلي

غزني ښار(پژواک ۴ غويې ۹۴) چارواکي وايې چې له اتو کلونو وروسته دغزني ناوې ولسوالۍ ته امنیتي ځواکونه رسیدلي دې اویو شمیر سیمې یې له وسلوالو نیولی دي.

د غزني ناوه ولسوالۍ چې د ولایت د مرکز سویل ختیځ ته په ۱۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري له تیرو لسو کلونو راهیسې دوسله والوطالبانو په لاس کې ده، دا ولسوالي له پاکستان او دزابل او پکتیکا ولایتونو سره ګډه پوله لرې چې دوسله والوطالبانو لپاره غزني او نورو ولایتونو ته دراتګ یوه اسانه لاره وه.

ځایي چارواکي وایي چې له دې لارې به وسله وال طالبان غزني او نورو ولایتونو ته تلل او خپل مهمات او کسان يې استول.

د غزني سرپرست والي موسی خان اکبرزاده چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې ناوې، ګیلان او مقر ولسوالیو ته تللی و، وايې چې په دې دریو ولسوالیو کې دافغان امنیتي ځواکونو له لورې سخت عملیات روان دې .

هغه د غویي په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چې تراوسه د ګیلان او مقر ولسوالۍ په پوره ډول له وسله والوطالبانو څخه پاکې شوې او د ناوې ولسوالۍ ته هم امنیتي ځواکونه رسیدلي او زیات شمیرې سیمې یې نیولي دي.

اکبرزاده وايې : (( تراوسه پورې په یادو عملیاتو کې  ۶۵ وسله وال طالبان چې ۱۷ تنه يې بهرني وسله وال دي وژل شوي دي، په وژل شویو کې څلور قوماندانان طیب، الهام چې بهرنی قوماندان ده، بابی، او محسن په نومونوهم شامل دي.))

سرپرست والي وویل چې ډير ژر به د ناوې ولسوالي په مکمله توګه دامنیتي ځواکونو لاس ته ورشې ځکه چې او اوس مهال وسلوال طالبان  له یادې ولسوالۍ څخه د تیښتې په حال کې دي.

 دده په خبره په دې عملیاتو کې زیاته اندازه وسلې، موټرسایکلونه، موټر او مهمات دامنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دې.

د غزني دامنیه قوماندانۍ  دامنیت آمر اسدالله انصافي وايې چې ددوي ځواکونه په وسلو ښه مجهز دي او امنیتي ځواکونو تراوسه ۱۰۱ ماینونه شنډ کړي دې او دالړۍ هم روانه ده.

ده زیاته کړه : ((موږ هغه سیمې چې وسله والوپکې ماینونه ایښې ول دهوا له لارې په نښه کړي دې، او ددې ترڅنګ مو دوسله والو طالبانو دوسلو زیرمې هم له منځه وړي دې))

دانصافې په خبره چې په دې عملیاتو کې افغان ملي ځواکونه له هوايي بریدونو څخه هم کار اخلي.

د غزني دملي امنیت ريیس علي احمد مبارز هم چې دغو ولسوالیو ته تللي و وايې چې ډير ژر به دغزني هغه سیمې چې دوسله والوطالبانوپه لاس کې دې له هغو څخه ونیول شي او په دې سیمو کې امنیتي پوستي  جوړي کړې .

login or register a new account.