کندهار (پژواک، ٤ غويى ٩٤): چارواکي وايي چې د کندهار ښار د اتمې امنيتي حوزې په ساحه کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د کندهار د سرپرست والي وياند صميم خپلواک د غويي په ٤مه پژواک ته وويل چې ياده پېښه نن شاوخوا لس بجې د ښار د اتمې امنيتي حوزې په ساحه کې عمومي محبث ته څېرمه د سړک پر غاړه د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې د يوې مېرمنې او ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي چې پوليسو د دغو چاودېدونکو توکو په اړه راپور ترلاسه کړى و، خو مخکې له دې چې شنډ يې کړي چاودنه يې وکړه.
دغه راز د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکتر د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې درې ټپيان ور وړل شوي او وايي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ نه دى.
خو وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.