Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترافيکي پېښه کې ٢ تنه مړه ١٤ ژوبل شوي

کلات ( پژواک، ٥ غويى ٩٤ ) : د کابل – کندهار پر لويه لا ره د ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ١٤ نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه نن د غويي په ٥مه، د يادې لويې لارې په اوږدو کې د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د زابل د ترافيکو مدير سمونوال عبدالاحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو د کاروان يو موټر له تونس موټر سره جنګېدلى و.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د تونس موټر دوه تنه مړه او ١٤ نور ژوبل شوي دي.

دى وايي چې ټپيان د پوليسو لخوا د کندهار روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.