Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي اردو ١١ سرتېري وژل شوي

کابل، کلات ( پژواک، ٦ غويى ٩٤ ) : د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو ١١ سرتېري وژل شوي دي.

ددغه وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ماين چاودنو او وسله والو بريدونو پر مهال  وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د يادو پېښو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

خو په زابل ولايت کې امنيتي سرچينې وايي چې پرون د يوې چاودنې له امله د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د ملي اردو سرتېري د عملياتو پر مهال کله چې يوه باغ ته ننوتل، نو په ونه کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکو پرې چاودنه کړې چې له امله يې پنځه سرتېري وژل شوي.

وسله والو مخالفينو هم ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر  حکومتي سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.