Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د يوې مدرسې مدير  ووژل شو

کندوز ښار ( پژواک، ٦ غويى ٩٤ ) : په کندوز ښار کې د يوې چاودنې له امله ديني عالم او د يوې مدرسې  مدير ووژل شو.

ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا ١١ بجو د کندوز ښار اړونده د تخارستان جومات مخې ته وشوه.

هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي د تخارستان د ديني مدرسې مدير مولوي نور الهدى مولوي زاده کريمي په موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

دى وايي، کله چې مولوي نور الهدى  د خپلې مدرسې مخې ته رسېږي او له موټره ښکته کېږي، نو چاودنه کېږي.

د حسيني په وينا، په دې چاودنه کې مولوي  نور الهدى  وژل شوى او يو تن ملکي وګړى  ټپي شوى دى.

هغه وايي چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې چې چاودنه د مقناطيسي ماين له امله وه، که چاودېدونکي توکي د هغه په موتر کې ځاى پر ځاى شوي و.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د ښار په لس کيلو مترۍ کې  د ګورتېپې په سيمه کې سخته جګړه روانه ده او دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.