ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د عامې روغتيا رييس په وسله وال بريد کې ټپي شوى

د کندهار د عامې روغتيا رييس په وسله وال بريد کې ټپي شوى

author avatar
27 Apr 2015 - 21:07
د کندهار د عامې روغتيا رييس په وسله وال بريد کې ټپي شوى
author avatar
27 Apr 2015 - 21:07

کندهار (پژواک ٧ غويى ٩٤): د کندهار د عامې روغتيا پر رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا نن ماښام ٨:٣٠ بجې د ناڅرګندو کسانو له خوا وسله وال بريد وشو.

که څه هم ولايتي چارواکي وايي، چې هغه له بريد څخه روغ وتلى، خو يوه سرچينه وايي چې هغه پر لاس او پښه په ډزو لګېدلى دى.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام اته نيمې بجې د کندهار ښار د ١٤مې امنيتي حوزې اړوند د دوراهي په سيمه کې وسله والو موټرسايکل سپرو، هغه مهال د عامې روغتيا پر رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا ډزې وکړې، چې له خپل کار ځاى څخه د کور پر لور روان و.

هغه زياته کړه، پخلا له دې پېښې روغ وتلى او کوم زيان نه دى ور اوښتى.

نوموړي دا هم وويلؤ چې پوليسو سيمه کلابنده کړې او هڅه کوي، چې بريد کوونکي ونيسي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وويلؤ چې د عامې روغتيا رييس له وسله وال بريد څخه روغ وتلى دى.

خو ډاکټر عبدالقيوم پخلا ته نږدې يوې سرچينې وويل، چې هغه پر لاس او پښه پر ډزو لګېدلى او ټپي شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د نوموړي ټپونه ډېر ژور نه دي او دا مهال تر درملنې لاندې دى.

د ياد شوي بريد مسووليت تر دې مهاله چې په غاړه نه دى اخيستى.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.