Language

غزني کې د قابلو په ګډون ٢٠٥ تنه له  يوه روغتيايي مرکزه فارغ شول

غزني ښار (پژواک ۷ غويى ۹۴): په غزني کې ٢٠٥ تنه له يوه خصوصي روغتيايي انسټټيوټه فارغ شول او د دغه ولايت اړوند مسوولين وايي چې د دغو کسانو په فارغېدو سره به په ځينو لرو پرتو سيمو کې روغتيايي ستونزې يو څه کمې شي.

د عمر روغتيايي زده کړو انسټيټيوټ رييس عجب خان حميدي وويل فارغ شوو کسانو د طبي ټکنالوجۍ، قابلګۍ، نرسنګ او فارمسۍ په برخو کې دوه کلنې زده کړې کړې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې ٦٥ قابلې او پاتې نور نارينه زده کوونکي وو.

هغه وويل: "د دې محصلينو په فارغېدو به په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي ستونزې يو څه راکمې شي."

دا قابلې په داسې وخت کې فارغېږي چې د غزني په ډېرى ولسواليو کې ښځينه ډاکټرانې نشته او خلک په روغتيايي برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

خو بلخوا د نا امنيو له امله ډاکټرانې زړه نه ښه کوي چې په ولسواليو کې کار وکړي.

د غزني د عامې روغتيا رييسه ډاکټره ضياګل اسفنده يي هم مني چې دوى په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکنرانو او روغتيايي کارکوونکو له کموالي سره مخ دي.

اسفنده يي وويل چې د نوو محصلينو فرغت کولى شي له دوى سره د ستونزو په حل کې څه نا څه مرسته وکړي.

 هغې وويل چې په غزني کې اوسمهال د فارمسۍ ١٠ مسلکي ډاکټران او شاوخوا ٧٠ روغتيايي مرکزونو کې ښځينه قابلې شته خو اوس به يې له نوو فارغانو سره شمېر لوړ شي.

نوموړې هيله وښوده چې نوې فارغې شوې قابلې به په ولسواليو کې کار وکړي.

خديجه چې د قابلګۍ له څانګې فارغه شوې وايي، چمتو ده چې په ولسواليو کې د خلکو خدمت وکړي.

هغې زياته کړه: "زه خپله د مقر ولسوالۍ اوسېدونکې يم او غواړم په همدې ولسوالۍ کې په روغتيايي برخه کې کار وکړم."

login or register a new account.

Related Topics