Language

د فرخندې په وژلو کې ښکېل يو تن بلخ کې ونيول شو

مزارشريف (پژواک، ٩ غويى ٩٤): د  بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي چې په مزارشريف ښار کې يې د فرخندې په وژلو کې ښکېل يو تن  نيولی دی.

شاوخوا څلوېښت ورځې وړاندې ٢٧ کلنه فرخنده د تېر کال د کب په ٢٨مه د کابل شاه دوشمشېره جومات مخې ته د ځينو کسانو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او وروسته يې جسد وسوځول شو.

خلکو ادعا کوله چې فرخندې قرانکريم سوځولى، خو د ارشاد، حج او اقافو وزارت او د پېښې په اړه ټاکل شوي حقيقت موندونکي کمېسيون وويل چې تر اوسه يې داسې شواهد او اسناد نه دي موندلي چې د قرانکريم په سوځولو دلالت وکړي.

د يادې پېښې پر وړاندې مدني ټولنې سخت غبرګونونه وښودل.

د بلخ ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري د غويي په ۹مه په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې تېره ورځ ماښام مهال يې د حسيب الله په نوم يو تن د فرخندې د وژلو د پېښې په تور نيولى دی.

هغه زياته کړه چې دغه تن حسيب الله نومېږي، ۳۰ کاله عمر لري او د کابل ښار اوسېدونکی دی.

د هغه په وينا، ياد تن د فرخندې په وژلو کې ښکېل ګڼل شوی چې د بلخ ولايت د کشفي امنيتي ارګانونو له خوا له څارنې وروسته ونيول شو.

قادري وويل، حسيب الله پر خپل جرم اعتراف کړی چې د فرخندې د وژلو په پېښه کې يې برخه اخيستې ده.

حسيب الله چې د پوليسو له خوا رسنيو ته د خپل نظر د څرګندولو په موخه وښودل شو، وويل، چې تېروتنه ترې شوې او پر خپلې کړې ګناه پېښمانه دی.

نوموړي زياته کړه چې د ملا له خوا د قرانکريم د سوځولو غږ پورته شو چې فرخندې سوځولى، له دې سره خلکو پر فرخندې بريد وکړو چې دی هم په کې و.

سمونوال قادري وويل چې د حسيب الله دوسيه به په لنډه موده کې کابل ته ولېږدول شي.

همداراز دوه ورځې مخکې  لويې څارنوالۍ اعلان وکړ چې د فرخندې د وژنې دوسيه يې بشپړه کړې او د نورو پړاوونو د وهلو لپاره يې د کابل ولايتي لومړنۍ محکمې ته استولې ده .

login or register a new account.

Related Topics